لوبی

افغانستان له روسیې سره مساوي شو؛ په کانټیننټل فوټسال سیالیو کې یې لومړۍ نمره خپله کړه

دا لوبه، چې د سیالیو له زړه‌راکښونکو لوبو څخه وه؛ د دواړو لوبډلو پرله‌پسې بریدونو رنګینه کړې وه. روسیې څو ځله مخکې والی خپل کړ؛ خو افغان لوبغاړو هر ځل پایله مساوي کړې. افغانستان وروسته درېیم ګول وواهه او ۳ پر ۲ مخکې شو؛ خو روسیې هم د مساوي ګول پر وهلو لوبه ۳ پر ۳ پای ته ورسوله.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د کانټیننټل فوټسال سیالیو په لړ کې له روسیې سره ۳ پر ۳ مساوي لوبه وکړه او د دغو سیالیو لومړۍ نمره یې ترلاسه کړه.

دا لوبه، چې د سیالیو له زړه‌راکښونکو لوبو څخه وه؛ د دواړو لوبډلو پرله‌پسې بریدونو رنګینه کړې وه. روسیې څو ځله مخکې والی خپل کړ؛ خو افغان لوبغاړو هر ځل پایله مساوي کړې. افغانستان وروسته درېیم ګول وواهه او ۳ پر ۲ مخکې شو؛ خو روسیې هم د مساوي ګول پر وهلو لوبه ۳ پر ۳ پای ته ورسوله.

دواړو لوبډلو د لوبې په اوږدو کې د ګول وهلو ګڼ فرصتونه رامنځته کړل او تر وروستۍ شېبې یې د بریا لپاره هڅې وکړې.

دا مساوي پایله له هغې وروسته ثبت شوه، چې افغانستان له دې مخکې کوربه ټایلنډ ته ۶ پر ۱ او ویټنام ته ۲ پر ۱ ماتې خوړلې وې او له دې سره یې د کانټیننټل فوټسال سیالیو لومړۍ نمره خپله کړه.

ټاکل شوې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن(پنجشنبه) له غرمې وروسته په بله لوبه کې د نیوزیلینډ پر وړاندې ولوبېږي.

 

 

Trending

Exit mobile version