لوبی

افغانستان له زیمبابوې څخه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

افغانستان لومړۍ لوبه په څلورو ویکټو بایللې وه؛ خو د جمعې او شنبې د ورځو په دوه لوبو کې یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۵, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۳ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا درې لوبې د زمبابوې په پلازمېنه هراره کې ترسره شوه.

افغانستان لومړۍ لوبه په څلورو ویکټو بایللې وه؛ خو د جمعې او شنبې د ورځو په دوه لوبو کې یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دوه‌یمه لوبه افغانستان د ۵۰ منډو پر توپیر وګټله. په وروستۍ لوبه کې د افغانستان لوبډلمشر راشد خان په څلورو اورونو کې د ۲۷ منډو پر ورکولو څلور ویکټې واخیستې.

مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزي هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه غوره کړه او زیمبابوې ته یې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

په پاور پلې کې د لومړیو ویکټو له لاسه ورکولو سره ـ سره د عظمت الله عمرزي او ګلبدین نایب او محمد نبي تر منځ ملګرتیا د افغانستان بریا ډاډمنه کړه.

Trending

Exit mobile version