لوبی

افغانستان له سريلانکا سره د درې یوې ورځنیو سیالیو د لوبغاړيو نوملړ په ډاګه کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیټې له سري لانکا سره د درې یوې ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبغاړیو ۱۵ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکت لوبډله به د سریلانکا په همبانتوتا ښار کې د دې هېواد له ملي لوبډلې سره د جون پر دوه‌یمه، څلورمه او اوومه خپلې اړوند لوبې وکړې.

د افغانستان کرکت بورد په اعلامیه کې راغلي:  لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني اضافه شوی؛ خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال، چې د سري لانکا پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وه؛ دا ځل د احتیاطي لوبغاړیو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

د افغانستان کرکت بورد عمومي رییس میرویس اشرف وايي: ښه به وي، چې په دې سیالیو کې نوې څېرې وړاندې شي. د نړیوال جام لپاره چمتووالی له وخته پیل شوی او مونږ له هر فرصت څخه پر ګټه اخیستنه باید د کرکت ملي لوبډلې لپاره غوره لوبډله جوړه کړو.

میرویس اشرف زیاته کړې؛ اوسمهال د افغانستان د سوپر کولا یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د کرکت لوبغاړي له یو بل سره لوبې کوي، چې بې له شکه د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکیو سیالیو په پایلوبه کې به اغېزمن رول ولوبوي.

د لوبغاړیو په نوملړ کې:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمت شاه، رحمان الله ګربز(وکت ساتونکی) ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (وکت ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، عبدالرحمن ، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک راغلي دي.

د احتیاطي لوبغاړيو نوملړ کې:

ګلبدین نایب، شاهدالله کمال، یامین احمدزی او ضیا الرحمن اکبر شته دي.

 

Trending

Exit mobile version