لوبی
افغانستان له سریلانکا څخه د ۲۰ اوریز لوبلړ درېیمه لوبه وګټله
افغانستان د چارشنبې پر ورځ ( د کب دوهیمه) سري لانکا ته د کرکټ د ۲۰ اوریزې لوبې په درېیمه سیالۍ کې د درې منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د سري لانکا په ډمبولا لوبغالي کې افغانستان د لوبې پچه وګټله او د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو یې کوربه لوبډلې ته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.
سريلانکا په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۲۰۶منډې وکړې او لوبه افغانستان وګټله.
د سريلانکا توپوهونکی پاتم نیسانکا په یوازې ۳۰ توپونو د ۶۰ منډو له کولو وروسته په پښه کې د درد له کبله له ډګره ووت او د سريلانکا بل توپوهونکي کمیندو منډیس ۶۵ منډې وکړې.
د افغانستان توپاچونکي محمد نبي د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول؛ فرید احمد، نور احمد او قیس احمد هم یو- یو ویکټ خپل کړ.
د افغانستان د توپوهنې په برخه کې رحمان الله ګربز ترټولو زیاتې ۷۰ منډې وکړې او د دې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د افغانستان بل توپوهونکي حضرت الله ځاځي ۴۵ منډې وکړې او عظمت الله عمرزی له ۳۱ منډو وروسته وسوځېد.
د سريلانکا لپاره متیشا پټیرانا او اکیلا دننجایا دوه – دوه او ونینډو هسرنګا یو لوبغاړی وسوځاوه.
د دې لوبلړ د وروستۍ لوبې له ګټلو سره سريلانکا ته د افغانستان د لوبډلې سفر هم پای ته ورسید.
د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنی لوبې ۳-۰ او یوه ټیسټ لوبه هم سريلانکا ګټلې ده.