Connect with us

لوبی

افغانستان له سریلانکا څخه د ۲۰ اوریز لوبلړ درېیمه لوبه وګټله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

افغانستان د چارشنبې پر ورځ ( د کب دوه‌یمه) سري لانکا ته د کرکټ د ۲۰ اوریزې لوبې په درېیمه سیالۍ کې د درې منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د سري لانکا په ډمبولا لوبغالي کې افغانستان د لوبې پچه وګټله او د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو یې کوربه لوبډلې ته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

سريلانکا په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۲۰۶منډې وکړې او لوبه افغانستان وګټله.

د سريلانکا توپ‌وهونکی پاتم نیسانکا په یوازې ۳۰ توپونو د ۶۰ منډو له کولو وروسته په پښه کې د درد له کبله له ډګره ووت او د سريلانکا بل توپ‌وهونکي کمیندو منډیس ۶۵ منډې وکړې.

د افغانستان توپ‌اچونکي محمد نبي د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول؛ فرید احمد، نور احمد او قیس احمد هم یو- یو ویکټ خپل کړ.

د افغانستان د توپ‌وهنې په برخه کې رحمان الله ګربز ترټولو زیاتې ۷۰ منډې وکړې او د دې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز د افغانستان بل توپ‌وهونکي حضرت الله ځاځي ۴۵ منډې وکړې او عظمت الله عمرزی له ۳۱ منډو وروسته وسوځېد.

د سريلانکا لپاره متیشا پټیرانا او اکیلا دننجایا دوه – دوه او ونینډو هسرنګا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې لوبلړ د وروستۍ لوبې له ګټلو سره سريلانکا ته د افغانستان د لوبډلې سفر هم پای ته ورسید.

د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنی لوبې ۳-۰ او یوه ټیسټ لوبه هم سريلانکا ګټلې ده.

لوبی

د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان او عمان د کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) د نړیوال جام لپاره د روزنیزو یا تمریناتي لوبو په لړ کې د کارابین ټاپوګانو د ټرینیډاډ او ټوباګو په پلازمېنه پورټ آف سپین کې سره مخ شوې.

د عمان ملي لوبډلې په دې لومړۍ لوبه کې توپ‌وهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو پر له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې یوازې عظمت‌الله عمرزي او نوین الحق وکولی شول، چې یو- یو لوبغاړی له ډکره وتلو ته اړ کړي.

په دې سیالیو کې راشد خان د خپل ځان په ګډون نهه توپ‌اچوونکیو ته ته د توپ‌اچونې چانس ورکړ او داسې ښکاري، چې غواړي د نړیوال جام له پیل مخکې د خپلې لوبډلې توپ‌اچوونکي و ارزوي.

په دغو نهه توپ‌اچوونکیو کې ننګیالي خروټي د نورو پر پرتله ښه توپ‌اچونه وکړه. که څه هم نوموړي په دغو دوه اورونو کې کومه ویکټه ترلاسه نکړه؛ خو د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يې اجازه هم ورنکړه، چې پر ۱۲ توپونو له ۱۰ ډېرې منډې وکړي.

د باران له کبله د افغانستان توپ‌اچونه ونشوه او په پای کې د باران له کبله دا سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان دوه‌یمه او وروستۍ روزنیزه لوبه به د جمعې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه ) په هدې لړبغالي کې له سکاټلینډ سره ترسره شي.

نشراتي خبرتیا!

د آریانا نړیواله راډیو ټلویزیوني شبکې (ATN) تېره اوونۍ په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې یې د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام د نشراتو حق ترلاسه کړی دی.

د پېښې په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې مونږ وڅارئ.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوه‌یم پړاو ته د رسېدو وړتیا لري – سټوارټ لا

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي سټوارټ لا ویلي؛ دا لوبډله د دې وړتیا لري، چې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربتوب په پیلېدونکي شل اوریزو نړیوال جام کې دوه‌یم پړاو ته ورسیږي.

سټوارټ لا، چې اوس د متحده ایالاتو د لوبډلې مشر روزونکی دی؛ الجزیرې ته ویلي: زه د دوی د کرکټ لوبې پر څرنګوالي مین یم. د دوی د لوبې په ترسره کېدا کې هیڅ وېره نشته.

هغه زیاته کړې: دوی تل تېري کوونکي دي، تل برید کوي. ما ډیر دفاعي لوبغاړي ندي لیدلي او داسې نه‌ښکاري، چې ډېري دفاعي لوبغاړي لومړۍ لوبډلې ته ورننوځي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبغاړي طبيعي استعداد لري او پياوړي او ځواکمن دي.

دی وایي: دوی ځینې وختونه له ځانګړیو شرایطو څخه د تېرېدو لپاره هوښیارۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی په دې باور دی، چې دغه لوبډله د پرمختګ لپاره نورو توپ‌وهونکیو ته اړتیا لري.

لا څرګنده کړې؛ د ځینو ځوانو لوبغاړو له راتګ سره د دوی توپ‌وهنه ښه شوې ده.

ټاکل شوې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د غبرګولي دیارلسمه / د جون دوه‌یمه د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.

افغانستان به لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې حیدرآباد ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د هند غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د سن رایزرز حیدرآباد لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه اتلولي یې خپله کړه.

حیدرآباد د سیالیو د دې حساس پړاو پرمهال له سترې ستونزې سره مخ شو او په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۱۳ منډو پر جوړولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

کلکتې لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۰.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ.

وینکاټیش آیر پره ۲۶ توپونو ۵۲ او افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د توپ‌اچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه روانه وساتله. مچل سټارک دوه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۴ منډې یې وکړې.

د هند غوره لیګ اووه‌لسم پړاو سیالۍ، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شوې؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې.

د هند غوره لیګ له پای ته رسیدو وروسته به آریانا ټلویزیون ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به هم په ځانګړي او انحصاري توګه نشر کړي.

د راتلونکیو سیالیو د بشپړو معلوماتو د تر لاسه کولو له مونږ سره پاتې شئ.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!