تازه خبرونه
پر لمانځه، دیني زدهکړو او بیتالمال ساتنې ټینګار وکړئ – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زدهکړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده پرون ماسپښین د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو ته په وینا کې پر لمانځه، دیني علومو زدهکړې، اسلامي اخلاقو رعایت او د بیتالمال ساتنې ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زدهکړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.
د اسلامي امارت رهبر له دې ځواکونو غوښتي؛ قرآن کریم له قرائت، تجوید او معنا له مخې زده کړي، جوماتونو ته درناوی ولري، د خپلو مشرانو او استادانو درناوی وکړي او خپلې زدهکړې روانې وساتي.
هغه د دولتي امکاناتو؛ موټرو او وسلو پر مسوولانه کارونې ټینګار کړی او له دې ځواکونو یې غوښتي، چې له بیتالمال څخه له ناسمې ګټې اخیستنې ډډه وکړي.
شیخ هبةالله آخوندزاده همدارنګه د ځواکونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر ساتلو، له قومپالنې او اړیکوپالنې څخه پر ډډه کولو او د شخصي ګټو پر ځای د نظام ګټو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرلهپسې پراخه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووهویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.
تازه خبرونه
د ډلهییز امنیت تړون ټولنه به د کال تر پایه تاجکستان ته وسلې او تجهیزات ولېږي
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي تالاتبیک ماسادیکوف ویلي، چې روسیه او د دې ټولنې نور غړي به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د امنیت پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږلو بهیر پیل کړي.
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړې، چې دا پروګرام د تجهیزاتو ترڅنګ وسلې هم رانغاړي او موخه یې د افغانستان له پولې سره په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ټینګار کړی، چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام افغانستان ته ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد او ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي؛ د ازبکستان او ناروې د چارواکو دوهورځنۍ غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره شوه، چې په کې د سیمې امنیت، په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان ونډه او د اقتصادي اړیکو پراختیا وارزول شوه.
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان په پلاوي کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف، په ناروې کې د ازبکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د نړیوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او جولان وهابوف ګډون درلود.
وهابوف څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې یې د سولې ټینګښت او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په برخه کې د ازبکستان تجربې وړاندې کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې تلپاتی ثبات یوازې د سیمهییزې همپالنې پر بهیرونو د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی.
هغه دا غونډه د نورو خبرو لپاره هیلهبښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا بهیر به په منظم ډول روان وي.
-
سوداگري4 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري3 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
لوبی2 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
سوداگري1 day agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
نړۍ3 days agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
