Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له مرکزي او جنوبي آسیا سره همکارۍ ته لېواله دی – عبدالمنان عمري

عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ مرکزي آسیا او د فډراټیف روسیې له ټولو هېوادونو او ټولنو څخه غواړو، چې له شته فرصتونو او امکاناتو ګټه واخلي او اسلامي امارت ته د همکارۍ لاس ورکړي، بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت هم په اړوند برخو کې همکاریو ته چمتو دی.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالي عبدالمنان عمري د فډراتیف روسیې د داغستان جمهوریت  د اقتصادي پوټانشیل او پرمختګ ویکټور په فورم کې د آنلاین ګډون پر مهال ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له مرکزي او جنوبي آسیا سره تر بل هر وخت د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره زمینه برابره او د هر ډول اقتصادي بالقوه او بالفعله پوټانشیل لپاره لار اواره ده.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي عبدالمنان عمري ویلي: خوښ یم، چې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پلان د سلمې کلیزې لپاره جوړې شوې غونډې ته په داسې حال کې وینا کوم، چې زمونږ په خپل هېواد کې د سیمه‌ییز اتصال او د انرژۍ انتقال سترې پروژې پرانیزو، چې ورسره به په افغانستان کې ګن شمېر هېوادونو ته د پانګونې او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او دا هغه موضوعات دي، چې د دې اقتصادي فورم بنسټیزه موخه ګڼل کیږي.

عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ مرکزي آسیا او د فډراټیف روسیې له ټولو هېوادونو او ټولنو څخه غواړو، چې له شته فرصتونو او امکاناتو ګټه واخلي او اسلامي امارت ته د همکارۍ لاس ورکړي، بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت هم په اړوند برخو کې همکاریو ته چمتو دی.

ویل کیږي، چې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پوټانشیل او پرمختګ ویکټور فورم د یاد جهموریت د اقتصادي پلان د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و، چې په کې د فډراټیف روسیې، د ایران اسلامي جهموریت، سعودي عربستان، بیلاروس او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چین غواړي د افغانستان په کرنیز سکټور کې پانګونه وکړي-  کرنې وزارت

د کرنې وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې د چین پلاوي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د بیجینګ د خصوصي سکټور پر لېوالتیا ټینګار وکړ او د ځمکو د اجارې په ګډون د آسانتیاوو له برابرولو وروسته یې د پروژو د عملي پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ.

Published

on

(Last Updated On: )

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) عطاءالله عمري په کابل کې د چین د خصوصي سکټور له پلاوي او استازو سره وکتل، چې ورسره یې د همکارۍ پراخولو، کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، پانګونې او له افغانستان سره د چین د تجربو شریکولو په اړه خبرې اترې وکړي.

د کرنې وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې د چین پلاوي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د بیجینګ د خصوصي سکټور پر لېوالتیا ټینګار وکړ او د ځمکو د اجارې په ګډون د آسانتیاوو له برابرولو وروسته یې د پروژو د عملي پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ.

د چین پلاوي د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدین عزیزي سره هم خبرې اترې وکړې. د دې غونډې پر مهال عزیزي ویلي، چې دوی بهرنیو پانګوالو ته ټولې آسانتیاوې برابروي.

د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې ډېری چینایي شرکتونو د هېواد په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې چینایي پانګوال غواړي په افغانستان کې د کرنې په سکټور کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت مشر پاول کالمیچوک د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي، چې په راروانه می میاشت کې ترسره کیږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې افغان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي.

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت مشر پاول کالمیچوک د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي، چې په راروانه می میاشت کې ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې؛ د تاتارستان حکومت منلې، چې د افغان توکو او تولیداتو د نندارتون جوړولو لپاره به اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د روسي دې چارواکي ویلي، چې دا نندارتون به د افغانستان د اقتصادي وړتیاوو د پېزندلو لپاره یو ځانګړی فرصت وي.

پاول کلمیچوک وایي: “دا نندارتون به خامخا ډېر پام ځانته راواړوي؛ ځکه، چې په روسیه کې پر طالبانو (اسلامي امارت) د بندیزونو د لرې کولو پرېکړه شوې ده.”

مخکې له دې د روسیې سترې محکمې د هېواد د لوی څارنوال غوښتنه منلې وه، چې د اسلامي امارت د فعالیتونو بندیز وځنډوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اعلان کړی و، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ به د دې فورم په څنډه کې یوه لویه سوداګریزه غونډه هم ترسره شي.

د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم ‘روسیه – اسلامي نړۍ: کازان فورم’ به د می له ۱۳ څخه تر ۱۸ پورې په کازان کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغاني‌الاصله میرمن غوره شوه

آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مشره وټاکل شوه.

آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.

ماري بیشوپینګ افغان نژاده، په امریکا کې زېږیدلې او د یوې وکیلې او ډیپلوماټې په توګه یې کار کړی دی.

نوموړې په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د مرکزي او جنوبي آسیا څانګې ته سپارلې ده.

یو شمېر کارپوهانو ويلي، چې افغانستان د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم پاتې شوی او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې ښه‌والی راشي.

دغه رار نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان له مخې؛  په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او یو شمېر نورو بنسټونو موقف له منځه یوړل شي.

دا بدلونونه او ګمارنې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ تګلاره د بیا کتنې او ارزونې په نوې دوره کې ده.

ویل شوي، چې دا بدلونونه د بهرنیو چارو وزارت د بیارغونې لپاره د هراړخیز پلان برخه ده، چې موخه یې د “فساد او لګښتونو کمول” او “د ولسمشر له لید سره بهرنۍ پالیسۍ تنظیمول دي.”

د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو او ډیپلوماتیکو اړیکو لار پرانیستې او د مثبتو اړیکو او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

دا به معلومه شي، چې د امریکا نوې اداره به له افغانستان سره څه وکړي.؟!

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!