لوبی

افغانستان په ابوظبۍ ټسټ لوبه کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ۴۷۹ منډو له هدف سره مخ دی

افغان لوبډلې د څلورمې ورځې لوبه د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۳۲ منډو پر لرلو پای ته ورسوله. صدیق‌الله اتل، چې ۱۲۶ توپونه یې لوبولي؛ پر ۳۵ او حشمت‌الله شهیدي پر ۱۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۱, ۱۴۰۵

 

افغانستان د دوشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې د څلورمې ورځې په پای کې د ۴۷۹ منډو هدف ته د رسېدو لپاره ۳۴۷ نورو منډو ته اړتیا لرله او اووه لوبغاړي یې اوس هم په لوبه کې پاتې دي.

افغان لوبډلې د څلورمې ورځې لوبه د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۳۲ منډو پر لرلو پای ته ورسوله. صدیق‌الله اتل، چې ۱۲۶ توپونه یې لوبولي؛ پر ۳۵ او حشمت‌الله شهیدي پر ۱۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

د لوبډلمشر رحمت شاه د لوبې د ورځې له پای ته رسېدا لږ مخکې پر ۵۱ منډو وسوځېد او بنګله‌دېش ته یې د افغانستان د منډو د تعقیب پر مهال مهمه ویکټه پر لاس ورکړه.

رحمت شاه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې سلیزه وهلې وه؛ د عبدالمالک او شاهدالله له ژر سوځېدا وروسته له صدیق‌الله اتل سره د افغانستان منډې باثباته کړې وې. دغو دواړو لوبغاړو د افغانستان منډې له ۱۰۰ واړولې؛ خو رحمت شاه د ایبادوت حسین د هغه توپ پر وړاندې، چې پر ځمکه له لګېدا وروسته یې لوری ل. بدل کړ؛ د توپ‌لرګي د بهرنۍ څنډې پر لګېدو وسوځېد.

له دې مخکې، بنګله‌دېش د غرمې له ډوډۍ لږ وروسته خپله دوه‌یمه پاڼۍ د اووه لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۷۲ منډو پر لرلو اعلان کړه او افغانستان ته یې د ۴۷۹ منډو ستونزمن هدف وټاکه.

د بنګله‌دېش لوبډلې ویکټ‌ساتونکي توپ‌وهونکي لیټن داس سلیزه ووهله او مهدي حسن میراز پر ۵۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. دغو دواړو د اوومې ویکټې لپاره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او د بنګله‌دېش دریځ یې نور هم پیاوړی کړ؛ که څه هم افغانستان د دې ملګرتیا د ماتولو لپاره څو فرصتونه برابر کړي وه.

لیټن داس په دې لوبه کې د اته لوبغاړو په سوځولو کې هم ونډه لرله او په ټسټ لوبو کې یې د بنګله‌دېش د ویکټ‌ساتونکو له‌خوا د تر ټولو ډېرو لوبغاړو د سوځولو نوی ریکارډ جوړ کړ.

افغانستان اوس د لوبې د ژغورلو لپاره له ستونزمن حالت سره مخ دی؛ اووه ویکټې یې پاتې دي او د بریا لپاره ۳۴۷ نورو منډو ته اړتیا لري. بل لور ته، بنګله‌دېش د بریا د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اووه نورو لوبغاړو سوځولو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version