تازه خبرونه

افغانستان په نړۍ کې تر ټولو کم ارزښته پاسپورټ لري

Published

on

په دوه زره یوویشتم کال کې د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم ارزښته او د جاپان د لوړ ارزښت لرونکی پېژندل شوی.

د هنلي بنسټ د تازه څرګندونو له مخې؛ د پاسپورتونو د رده بندۍ په لښتيلیک (جدول) کې افغانان کولی شي، چې له خپلو پاسپورټونو سره د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له وېزو پرته سفر وکړي. په داسې حال کې، چې جاپانیان کولی شي د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو ته له ویزو پرته سفر وکړي.

د سینګاپور پاسپورټونه ۱۹۰ هېوادونو ته د سفر کولو اجازه لري او په دوه یم ځای کې دي. د سویلي کوریا او جرمني پاسپورتونه پرته له ویزې ۱۸۹ هېوادونو ته د سفر جواز له لرلو سره په درېیم ځای کې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج ویلي؛ افغانان کولي شي بنګله دېش، کامبوج، کیپ ورد، شنې دماغې، کومور، ماکائو، ماداګاسکار، مالډیو، مورټانيا، موزمبیق، پالو، روانډا، ساموآ، سیشل سومالیا، ټیمور، توګو، توالو او اوګانډا هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د جاپان، سینګاپور، سویلي کوریا او جرمني اتباع شاوخوا۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر د سفر لپاره له خورا پیاوړيو پاسپورټونو برخمن دي.

افغانان ناراضه دي او پوښتي، چې د افغانستان پاسپورټونه ولې دومره کم ارزښته دي؟

د روان کال د تلې پر دېرشمه د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې دولس ښځې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ویزو د تر لاسه کولو په حال کې له ټیل ماټېله مړې شوې او دولس نور د درې نرینه وو په ګډون ټپیان شول.

کارپوهانو په دې اړه ویلي، چې دا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ کمزورتیا ښیي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت نه غواړي، چې ووايي، ولې د افغانستان پاسپورټ د لښتیلیک په پای کې ځای لري.

له افغانستان وروسته عراق، سوریه، پاکستان، سومالیا، یمن، د فلسطین تر کورواکې ادارې لاندې سیمې، نیپال او شمالي کوریا د هنلي د رده بندي د جدول په پای کې لیدل کیږي.

Trending

Exit mobile version