لوبی
افغانستان په کرکت نړیوال جام کې پاکستان ته د ۸ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره په پنځوس اوریزو سیالیو کې پاکستان ته د ۸ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ ز.کال نړیوال جام ته یې یوه بله تاریخي بریا ورپر برخه کړه.
په دې لوبه کې، چې د هند په چینای ښار کې ترسره شوه؛ افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ټاکل شوی و، چې افغان لوبډلې دغه هدف د یو اوور له پاتې کېدو سره د دوه لوبغاړیو پر سوځېدو پوره کړ.
ابراهیم ځدراڼ ۸۷ منډې، رحمت شاه ۷۷ منډې، رحمان الله ګربز ۶۵ منډې او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې.
له دې مخکې پاکستان د پچې له ګټلو وروسته ۲۸۲ منډې جوړې کړې وې، چې تر ټولو ډېرې منډې (۷۴) د دوی لوبډلمشر بابر اعظم وکړې. عبدالله شفق ۵۸ او افتخار احمد او شاداب خان هر یو ۴۰ منډې ورزیاتې کړې.
د افغانستان د توپاچونې په برخه کې نور احمد درې او نوین الحق دوه ویکتې واخیستې. محمد نبي او عظمت الله عمرزي یوه – یوه ویکته واخیسته.
دا د ۲۰۲۳ ز. کال په کرک نړیوال جام کې د افغانستان دوهیمه بریا ده؛ افغانستان لومړۍ بریا د دفاعي اتلې لوبډلې انګلستان پر وړاندې وګټله.
افغانستان او پاکستان څلور ـ څلور نمرې لري او دواړه لوبډلې اوس هم د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري.