سوداگري

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی و

د دې مرکز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اوړه ورکړ شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله دوه چنده دي.

Published

on

د روسیې د کرنیزو صادراتو مرکز( اګرو ایکسپورت) افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی واردونکی هېواد اعلان کړی دی.

د دې مرکز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اوړه ورکړ شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله دوه چنده دي.

د روسیې د کرنیزو محصولاتو د اوبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په ۱۴۰۲ کال کې اعلان کړی و، چې افغانستان ته د دې هېواد د اوړو صادرات د ۲۰۲۱ کال له نیمایي راپدېخوا ۲۰ برابره زیات شوي دي.

یاد مرکز زیاته کړې؛ د افغانستان کورني تولیدات د هېواد د وګړو اړتیاوې نشي پوره کولی او د اوړو په ګډون د خوراکي توکو وارداتو پورې تړلي دي.

تېر کال د روسیې د غنمو او جوارو د اوړو ټول صادرات ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدل، چې په کې د کلني ارزښت له مخې ۳ سلنه او د حجمي ارزښت له کبله  ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې راپور له مخې، چین او ترکمنستان هم د روسیې د اوړو د درې مخکښو پېرودونکو په ډله کې دي.

Trending

Exit mobile version