تازه خبرونه
افغانی بیسیم په سرپل ولایت کې (فورـ جي) انترنیتي خدمتونه پیل کړل
په شمال زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولین وايي، په سرپل ولایت کې (فورـ جي) انترنیتي خدمتونه پیل شول، چې موخه یې د خلکو تر منځ د اړیکو ټینګول او د باکیفیته مخابراتي خدمتونو وړاندې کول دي.
د دغه مخابراتي شرکت مسوولینو ويلي، چې دوی دغه اقدام باکیفیته انترنتي خدمتونو ته د سرپل ولایت د اوسېدونکیو د اړتیا پر بنسټ کړی دی.
د شمال زون په سرپل ولایت کې د افغان بېسیم شرکت رییس یافث ثاقب ویلي؛ د افغان بېسیم مخابراتي شبکې د فور جي خدمتونو فعالېدل د دغه ولایت د اوسېدونکیو له هرکلي سره مخ شوي دي.
د سرپل والي مرستیال ملا نادر حقجو سیمه ییز چارواکي وايي، چې له دې مخکې په دې ولایت کې خلکو ښو مخابراتي او انترنېتي خدمتونو ته لاسرسی نه لاره؛ خو اوس د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د فور جي خدمتونو له فعالیدو سره د دې ولایت د خلکو ګڼې ارتباطي ستونزې اوارې شوې.
په شمال زون کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر یافث ثاقب ویلي؛ د سرپل ولایت د اوسېدونکیو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې هم خلکو ته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت تري جي خدمتونه فعال کړي او هڅه کوي د دې ولایت ټولو سیمو ته د لوړ کیفیت خدمتونه ورسوي.
د سرپل ولایت اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي، چې دا شبکه باید د ولایت لرې پرتو سيمو ته هم مخابراتي او انټرنټي خدمتونه ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې افغان بېسیم مخابراتي شرکت د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د 3G انترنیتي خدمتونه فعال کړل.