تازه خبرونه
افغان او چینايي چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو انلاین ناسته تر سره کړه
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې افغان او چینايي مشرانو په مجازي خبرو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د بیا رغولو پر لارو چارو سربېره افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو په اړه هم ډاډمنې خبرې کړې دي.
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د بشري مرستو او بیارغونې پر لارو چارو په مجازي خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ښه والي او د افغانستان په اقتصاد کې د چین پر رول ټينګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حفیظ ضیا احمد څرګنده کړې؛ په دې لیدنه کې چینايي لوري ویلي، چې هېواد یې د افغان زعفرانو لپاره ښه بازار دی او د افغانستان محصولات باید د چین بازارونو ته ولېږدول شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا ډېره مهمه او اغېزمنه بولي.
له دې مخکې چینايي چارواکو ویلي وه، چې چمتو دي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او افغانان په ځانګړیو مهارتونو وروزي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنیدو راپدیخوا د چین چارواکو د اسلامي امارت له چارواکو سره د اقتصادي او سیاسي مسایلو په اړه تر ټولو زیاتې ناستې او خبرې کړي دي. چین هم په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو مخالف دی.
