سیمه ییز خبرونه
افغان بيسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د مشتريانو د خدمتونو اوومه څانګه پرانسته
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت (AWCC) روانه اوونۍ په کندهار ښار کې د پېرودونکیو د پرلپسې غوښتنو له کبله د سیمکارتونو د خرڅلاو او خدماتو د وړاندې کولو د اوومې څانګې پرانیسته وکړه.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولين وايي؛ دوی هڅه کوي، چې د جنوب غرب زون د اوسيدونکیو لپاره ډېر نور او ښه مخابراتي خدمات وړاندې او د دوی ستونزې حل کړي .
دغه راز د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوولينو ويلي؛ دوی هڅه کوي، چې خپل خدمتونه د کندهار لرې پرتو سيمو ته هم وغزوي.
په سویل لويديځه حوزه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت ریيس سيد نوراحمد شاه آغا وایي: دا به يوازې په کندهار پورې محدود نه وي، بلکې مونږ د هلمند، روزګان او زابل په ولايتونوکې هم خدماتي څانګې ډېرې کړې او نورې به هم زياتوو؛ ځکه، چې مونږ باید د خلکو هغه حجم او هغه ضرورتونه په نظر کې ونيسو، چې له مخې یې خپلو خدماتي څانګو ته پراختيا ورکړو .
د کندهار سيميزو مشرانو په کندهار ښار کې د افغان بيسيم د خدمتونو د نوې څانګې په پرانستل کېدو خوښي څرکنده کړې او د ډېرو نورو خدمتونو او آسانتياوو د برابرولو غوښتنه يې وکړه .
د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو ریيس مفتي ميرزامحمد زاهد وایي: ۹۹ فيصده خلک د افغان بیسیم شبکې سيمکارتونه استعمالوي. دا يو فيصد که درته ووايمه، چې هغه دا نورې شبکې استعمالوي؛ نو ستاسې لپاره هم دا په کار ده، چې د خپل ولس لپاره نورې آسانتياوې هم رامنځته کړئ.
د کندهار مخابراتو رياست چارواکو خوښ دي، چې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د کندهار وروستۍ ولسوالي ریګستان هم تر پوښښ لاندې راوستل شوې او دا د دې ولايت لپاره لويه لاسته راوړنه بولي .
د کندهار د مخابراتو ریيس ملا نورالله نوري وایي: دلته ډېرې ولسوالۍ له خدماتو بې برخې وې. اوس الحمدالله مونږ داسې ولسوالۍ په کندهار ولايت کې نلرو، چې هغه دې له خدماتو بې برخې وي. دا يوه د ریګستان ولسوالي پاتې وه، چې له ساحې څخه ډېره لرې وه. الحمدالله وتوانېدو، چې هلته هم مخابراتي خدمات رامنځته او د خلکو اړتیاوې پوره شي.
د يادونې وړ ده، چې د کندهار په دوهیمه ناحيه کې د افغان بيسيم د خدمتونو نوې پرانستل شوې څانګه د نرينه وو او ښځينوو لپاره جلا جلا برخې لري .
