سوداگري
افغان بیسیم او افغان پوست د افغان بیسیم سیم کارتونو د وېش تړون لاسلیک کړ
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت چارواکو ویلي؛ غواړو، چې په ټول ولایت کې خلکو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمات وړاندې شي او د دې ولایت اوسیدونکي په ځانګړي توګه هغه خلک، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې اوسیږي؛ د سیم کارتونو ترلاسه کولو ته آسانه لاسرسی ولري.
د افغان پوسټ چارواکو تائید کړه، چې دوی به د سیم کارتونو په پلور او وېش کې آسانتیاوې رامنځته کړي او له مخې به یې ډېر خلک ګرځند او انټرنیټي آسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.
د افغان پوست عمومي مدیر حمیدالله رحمانیار ویلي؛ مونږ به په ۱۴ ولسوالیو او مزارشریف ښار کې د پلور اړوند بهیر پیل کړو. دا پروګرام د دې لپاره دی، چې له لرې پرتو سیمو خلکو ته د سیم کارتونو د ترلاسه کولو بهیر آسانه کړي.
په شمال کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سیمه ییز مشر محمد یعقوب ثاقب ویلي، د دې تړون موخه خلکو ته د اړیکو د آسانتیاوو برابرول دي.
ثاقب ويلي: د نومليکنې سيستم د سړي، پېژندپاڼې او انځور پر بنسټ جوړېږي. که مونږ سيم کارت پر ١٥٠ افغانیو پلورو؛ نو پېرودونکیو ته به ٧٥ افغانۍ کريډټ هم ورکول کېږي.
د افغان بیسیم د سیمه ییز دفتر مسوولینو ويلي: دا شرکت اوسمهال د لرې پرتو ولسوالیو او کلیو په ګډون په ډېرو سیمو کې خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې کوي؛ خو دوی هیله لري، چې په ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره خپل خدمات پراخه کړي.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت په افغانستان کې یو مخکښ بیسیم مخابراتي شرکت دی، چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې جوړ او هڅې یې پیل کړې دي.
له یوې لسیزې راپدیخوا افغان بیسیم مخابراتي شرکت د خپلو نوښتګرو هڅو او پرمختګ په برکت پر نړیواله کچه غوره اچ ډي غږیزې او انځوریزې اړیکې جوړې کړي؛ انټرنیټ، معلومات او ګرځند تادیاتي خدماتو رامنځته کړل، چې ورسره د هېواد مخابراتي سوداګرۍ هم چټکه وده کړې ده.
نن افغان بیسیم د افغانستان په ټولو۳۴ ولایتونو کې میشتو پېنځه میلیونه سوداګرو او لګښتکوونکیو او پېرودونکیو ته اچ ډي، جي دوه، جي درې او جي څلور ګړندی انټرنیټ او د پیسې مې ګرځند تادیاتو خدمتونه وړاندې کوي.
دا شرکت په ۱۲۵ هېوادونو کې له ۴۲۵ بېسیم کیریرونو سره ستراتیژیک شراکت هم لري.