تازه خبرونه

افغان بیسیم د ترافیکو عمومي ریاست یوه برخه جوړه او بیا ورغوله

Published

on

Last Updated on: تله ۱۴, ۱۴۰۱

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له دولتي بنسټونو سره د خپلو همکاریو له مخې د ۲ اعشاریه ۵ میلیون افغانیو پر لګښت د ترافیکو عمومي ریاست یوه برخه جوړه او بیا ورغوله.

د دغه شرکت د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د ترافیکو ریاست د کارکوونکیو لپاره يې په کابل ښار کې ٥٠ ترافيکي غرفې او ٥٠ څپرې هم جوړې کړې دي.

کلیپ: د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ساحوي زون مدیر سلیمان خرم ویلي؛ پدې پروژې د ترافیکو عمومي ریاست د دفتر د بیارغونې په ګډون د ۲ اعشاریه ۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان بیسیم تل هڅه کړې، چې پر ټولنیزو پروژو کارونه تر سره کړي او تر دې دمه یې د ښاروالۍ، روغتیا، پوهنې او ترافیکو په برخو کې همکاري کړې ده.

د ترافيکو عمومي رییس حسيب الله مختار د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له دې هڅې خوښي څرګندوي او د دغه رياست په نورو څانګو کې هم د دې شرکت د همکاريو غوښتونکي دي.

د دغه شرکت مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې دا بهیر اوسمهال د هېواد په لویو ښارونو او ولایتونو لکه په هرات، کندهار، کندوز، غزني، جلال آباد او مزار شریف ښارونو کې د ترافیکو عمومي ریاست له همغږۍ سره سم روان ساتل شوی دی.

Trending

Exit mobile version