سوداگري
افغان – ترکمن شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان او ترکمنستان شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو په ګډون له ۱۰ ډېر تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
دغه تړونونه هرات ولایت ته د ترکمنستان د سوداګرو پلاوي د سفر پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نورلدین عزیزي د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې څرګنده کړې: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه لوري باید پوره ګټه ترې پورته کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد تړونونه ترکمنستان ته د دغه وزارت د چارسمبالي د سفر او د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره د کتنې په پایله کې لاسلیک شوي دي.
له دې مخکې د ترکمنستان دې پلاوي ویلي وه، چې د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي؛ نو هڅه کوي هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ودانیز توکي لکه سیخ، رنګ او مرمر ډبرې واخلي.