تازه خبرونه
افغان بیسیم او آریانا نړیوالی شبکې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله
د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ افغان بیسیم مخابراتي شرکت، آریانا او آریانانیوز نړیوالو شبکو د یو شمېر ښځو په ګډون ونمانځله.
په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې اوس هم د ټولنې ډېره برخه ښځې د ژوند له سختو ستونزو او کړالونو سره مخ دي.
د غونډې ګډونوالو د ټولنې او کورنۍ په پرمختګ کې د ښځو رول ارزښتمن وباله.
د آریانا نړیوالې شبکې د اجتماعي خپرونو ویانده سونیتا سروش ویلي، چې باید ښځو ته حقونه ورکړ شي او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي کچې راټیټولو ته هم پاملرنه وشي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دا سمه ده، چې بشپړ حقوق مونږ ته ندي راکړ شوي، خو دا هم باید ومنو، چې خپله مو هم د خپل حق د ترلاسه کولو هڅه نده کړې.
د آریانا نړیوالې شبکې د اجتماعی خپرونو ویانده رویا نادري څرګندوي: مونږ ښځې، چې کله یوازې شو وایو باید یو څوک وي، چې پنا وروړ؛ ولې ځانته پنا نه وړو؟ کوی شو او ناشوني څه نشته!
د ښځو نړیواله ورځ په داسی حال کې نمانځل کیږي، چې اوس هم په افغانستان کې ښځي د ژوند له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ دي.
د آریانا نړیوالې شبکې اسلامي خپرونو ویاند جاهد ملک په ډاګه کړې؛ تاسې په خپلو غېږو کې کولی شئ د ښو اخلاقو لرونکي او هم خدای ناخواسته قاتل او وژونکي وروزئ.
د ښځو حقونو هڅاند اوس هم اندېښنه لري، چې د سولې په بهیر کې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړني له لاسه ونه وځي.
