تازه خبرونه
امریکايي چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د م.م راپور تائید نهکړ
امریکا غږ په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې یو شمېر امریکایي چارواکو په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر د تروریستي ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور نهدی تائید کړی او وایي، چې دوی داسې شواهد نهدي لیدلي، چې دا موندنې تائید کړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې د شننې او څارنې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي؛ په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پخوا پر پرتله د فعالیت ازادي لري او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط امریکا غږ ته څرګنده کړې: دا معلومات په بېلابېلو برخو کې زمونږ د استخباراتي ټولنې له شننو سره سمون نهخوري.
د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې القاعده او داعش د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تعلیمي کمپونه جوړ کړي دي.
د امریکا غږ په راپور کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د القاعدې له ۳۰ تر ۶۰ لوړ پوړي چارواکي په کندهار، هلمند، کونړ او کابل ولایتونو کې شتون لري. د دې ډلې شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي او د هغو د کورنیو ۱۶۰۰ غړي د افغانستان په بېلابېلو تعلیمي کمپونو کې حضور لري.
همدا راز د ملګرو ملتونو څرګندونو له مخې، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پټنځایونه لري.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي پهدې اړه امریکا غږ ته څرګنده کړې: د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعدې او داعش د غړیو د شمېر په اړه اټکلونه د امریکا د استخباراتي ټولنې د معلوماتو پر پرتله بې بنسټه او باوري نهدي.
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د امریکا د ارزونو له مخې دا مهال د القاعدې له ۱۲ څخه لږ مهم غړي په افغانستان کې دي او له هغې وروسته، چې امریکا په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه؛ په افغانستان کې یې کوم بل لوی مشر نشته.
هغه ویلي، چې القاعده د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل حضور نهدی ښکاره کړی او داسې هم نه ښکاري، چې القاعده دې په افغانستان کې روزنیز کمپونه جوړ کړي وي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې امریکا تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځینو غړیو هغه معلومات رد کړي، چې ګنې د القاعده مشر سیف العدل په ایران کې خپله اډه پرېښې او په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې له افغانستان لیدنه کړې ده؛ ردوي. د ملګرو ملتونو لږ تر لږه یوه غړي ویلي، چې العدل دا مهال په افغانستان کې میشت دی.
دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي؛ د داعش خراسان څانګه په تېرو دوه کلونو کې نهده توانېدلې، چې پر امریکایي اهدافو برید ترسره کړي.
