تازه خبرونه
امریکایي ځواکونود اروزګان ولایت پر مرکز ترینکوټ هوایي بریدونه پیل کړل
Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱
ددى ولايت دوالي وياند دوست محمد ناياپ وايي، له تېرو دوه ساعتونو را په ديخوا دامریکاد هوایي ځواک جيت او چورلکو پر ترینکوټ ښار هوايي بريدونه پيل شوي اوطالبانو سيمه پريښي او دتېښتې په حال کې دي.
هغه وايي؛ هغه بريد، چي طالبانو پر امنيه قوماندانۍ او د ولايت پر ودانى پيل کړى و، دامهال په شا تمبول شوى او حالت عادي حالات ته دراګرځيدو په حال کي دى.
د کندهار امنيه قوماندانى وياند ضياء درانى وايي، چي دا مهال ددى عملياتو مشري دکندهار امنيه قومندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزي ته سپارل شوى اوامنيتي ځواکونه دپرمختګ په حال کي دي.
د یادونې وړ ده، چې امنيه قومندان روزګان ته دسلګونه پوليسو سره د دغه ولایت مرکز ته رسيدلي دي.