تازه خبرونه

امریکا او لویدیځ دې پر اسلامي امارت بندیزونه لرې کړي – چین

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون ویلي، امریکا او لویدیځ باید ژر تر ژره د افغانستان پر اسلامي امارت بندیزونه لرې او د تعامل لار خپله کړي.

هغه د افغانستان په اړه د سیمې د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو ګڼو ناستو او همدارنګه په قطر کې د ملګرو ملتونو غونډې ته په نغوته کې زیاته کړې: په ټولیزه توګه نړیواله ټولنه پر سوله‌ییز، باثباته او هوسا افغانستان همغږې ده او هیله ده، چې د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې سوله رامنځته شي او دوه اړخیز تعامل د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

نوموړي په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري غوښتل شوې بودجې ته په نغوته کې ویلي، چې تر اوسه د ۳ اعشاریه ۲ میلیارد دالرو بودجې یوازې ۹ سلنه ورکړ شوې ده.

جانګ جون څرګنده کړې: د خبرو اترو او تعامل د ودې لپاره د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې ته اړتیا ده، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د چارواکو د نړیوالو سفرونو لپاره د معافیت د ترتیباتو یوه بسته رامنځته کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د اسلامي امارت پر اړوند چارواکو لګول شوي بندیزونه باید د وضعیت له پرمختګ سره سم پخپل وخت تعدیل یا لغوه شي.

دغه راز جانګ ټینګار کړی، چې په اوږد مهال کې باید نړیواله ټولنه له بشردوستانه مرستو ورهاخوا ګام واخلي او له افغانستان سره مرسته وکړي، چې په سیمه‌ییزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کې مدغم شي او د اقتصادي خپلواکۍ او تلپاتې پراختیا پر لوري حرکت وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي له افغانستان سره د پرمختللیو هېوادونو د بشري مرستو اندازه د منلو وړ ونه‌بلله او ټينګار يې وکړ، چې هېوادونه بايد بشري مرستې له نورو مسايلو سره ونه‌تړي.

نوموړي د امريکا له لوري د افغانستان د غصب شويو شتمنيو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه هم وکړه او څرګندوي، چې واشنګتن بايد پر بېلابېلو دلايلو دغه کار ونه‌ځنډوي او د افغانانو کړاوونه ورسره ډېر نه‌کړي.

Trending

Exit mobile version