تازه خبرونه

امریکا دې پر افغانستان اقتصادي فشارونه بند کړي – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۱)

اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه بند او د دغه هېواد په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې ترکي تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا باید پر اسلامي امارت د فشار راوړلو څخه ډډه وکړي او په دې اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ د افغانستان امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ د امریکا په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

هغه وايي، چې د افغانستان ناامني، بې ثباتي او د اوسني حکومت کمزوري کول به د سیمې او نړۍ  پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ اسلامي امارت غواړي، چې د نړۍ باوري غړی شي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ له اسلامي امارت سره د عربي هېوادونو په ګډون د سیمې د ډېرو هېوادونو تعامل رسمي دی، خو دغه تعامل په رسمي توګه ندی اعلان شوی.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ اسلامي امارت له نړۍ سره په کړیو ژمنو ولاړ دی او خپلې ټولې ژمنې ګام پر ګام پلې کوي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د هیڅ هېواد امنیت له ګواښ سره مخ شي.

ذبیح الله مچاهد یو ځل بیا له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي، له افغانستان سره دېپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي او د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

مجاهد ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت به یو ځواب ویونکی او مسوول نظام رامنځته کړي؛ داسې نظام، چې د نړیوالو منل شویو قوانینو او نورمونو سره سم به له مسوولیت ډکې هڅې ترسره کوي.

دی وایي؛ کومه تګلاره، چې امریکا د افغانستان په اړه خپله کړې، بریالۍ نده. امریکا او د نړۍ نور هېوادونه باید د افغانستان له ناامنۍ او بې ثباتۍ ګټه پورته نکړي.

الجزیرې شبکې په خپل دغه راپور کې د اسلامي امارت د سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امریکا په افغانستان کې واکمنو چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې واشنګتن به د دوی پر ضد هیڅ وسلواله ډله تمویل نکړي.

الجزيرې دا هم څرګنده کړې، چې په دوحه کې د امريکا د مرکزي استخباراتو مرستيال افغان واکمن پلاوي ته په دې اړه ډاډ څرګند کړی دی.

اسلامي امارت چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version