تازه خبرونه

امریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې

دا ځنډ به د جنورۍ پر یوویشتمه پیل شي او د لاتینې امریکا هېوادونو لکه برازیل، کولمبیا او یوراګوای؛ د بالکان هېوادونو لکه بوسنیا او البانیا؛ د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په څېر آسیایي هېوادونو او د افریقا، منځني ختیځ او کارابین ډېرو هېوادونو پر غوښتونکو به پلی شي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره یې د کډوالۍ ویزو صادرول ځنډولي دي.

دا ځنډ به د جنورۍ پر یوویشتمه پیل شي او د لاتینې امریکا هېوادونو لکه برازیل، کولمبیا او یوراګوای؛ د بالکان هېوادونو لکه بوسنیا او البانیا؛ د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په څېر آسیایي هېوادونو او د افریقا، منځني ختیځ او کارابین ډېرو هېوادونو پر غوښتونکو به پلی شي.

د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې، چې رویټرز لیدلی؛ دا اداره د ټولو امریکايي ویزو غوښتونکو د “تر ټولو لوړې کچې تفتیش او تصدیق” ډاډمنولو لپاره د ټولو پالیسیو، مقرراتو او لارښوونو “بشپړه بیاکتنه” ترسره کوي.

په دې مکتوب کې، چې د امریکا استازولیو ته لېږل شوی راغلي؛ داسې نښې نښانې شته، چې د دې هېوادونو وګړو پخوا په امریکا کې له عمومي امتیازاتو څخه کار اخیستی دی.

په متن کې ټینګار شوي، چې د دې هېوادونو غوښتونکي “د عامه لګښت په لوړ خطر کې دي” او د سیمه‌ییزو،  ایالتي او فډرالي حکومت سرچینې کاروي.

دا کړنه، چې لومړی د فاکس نیوز له‌خوا راپورته شوې؛ د امریکا سیاحتي ویزې لپاره د پلي‌کېدا وړ نده او د امریکا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او ۲۰۲۸ المپیک کوربتوب په پام کې نیولو سره تر څېړنې لاندې راغلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ټامي پیګوټ ویلي؛ دا وزارت به د غیرقانوني کډوالو د اعلانولو لپاره له خپل قانوني واک څخه کار واخلي، چې پر “عامه لګښت ” بار کېدی شي.

 هغه زیاته کړې؛ له دې ۷۵ هېوادونو څخه د مهاجرینو ویزو صادرول به تر هغه وخته پورې وځنډول شي، چې پر بهیر یې بشپړه بیاکتنه نه‌وي شوې.

د بهرنیو چارو وزارت مکتوب د امریکا قونسلي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې؛ هغه ویزې رد کړي، چې د چاپ اجازه ورکړ شوې؛ خو تر اوسه چاپ شوې نه‌وي. یا هغه ویزې، چې چاپ شوې وي؛ خو لا تر اوسه له قونسلګرۍ څخه وتلې نه‌وي.

Trending

Exit mobile version