تازه خبرونه
امریکا د دوا خان مینه پال وژنه وغندله

امریکا پرون د جمعې پر ورځ د زمري ۱۵ د حکومت د رسنیو مرکز د مشر دواخان مینه پال وژنه وغندله و وایي، چې دا ډول بریدونه به له طالبانو سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي، چې د جوبایډن اداره پر ملکي وګړیو د طالبانو د غچ اخیستونکیو بریدونو په اړه اندېښنه لري او دا بهیر له نږدې څاري.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال د طالبانو لخوا په کابل کې ووژل شو.
د پېښې لیدونکي وایي، چې دا حکومتي مامور د دارالامان په واټ کې هغه مهال د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو، چې د جمعې له لمانځه وروسته یې غوښتل په یوه شخصي موټر کې له دې سیمې ووځي.
دواخان مینه پال وژنې ملي او نړیوال غبرګونونه ښودلي دي.
ساکي په دې اړه په ډاګه کړې: د حکومت د استازې په توګه اجازه راکړئ، چې د دواخان منیه پال وژنه په کلکه وغندم. د نوموړي وژنه په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د چارسمبالي بسم الله محمدي پر کور له وسلوال برید او چاودنو وروسته رامنځته کیږي. طالبانو پر مینه پال د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او په دې اړه یې په راپورونو شک نشته.
جان ساکي زیاته کړې: که طالبان ادعا ولري، چې دوی نړیوال مشروعیت غواړي؛ نو دا کړنې به دوی ته مشروعیت ورنکړي. دوی اړتیا نلري، چې په دې توګه پاتې شي. دوی کولی شي خپل ټول ځواک و واک د سولې د رامنځته کولو لپاره ولګوي.
د سپینې ماڼۍ ویانده وایي: مونږ له دوی څخه غوښتنه کوو، چې دا کار وکړي. دا هغه څه دي، چې د افغانستان خلک ورته سخته اړتیا لري؛ دوی د لسیزو جګړو وروسته مستحق دي او دا د افغانستان د ګاونډ هېوادونو په ګټه هم ده، چې د سولې پر بهیر خپل نوی ځواک ولګوي، چې یو سوله ییز افغانستان او باثباته سیمه رامنځته شي.
جان ساکي څرګندوي؛ اوس د دې وخت راغلی، چې د افغانستان سیاسي مشران د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي مخې ته ودریږي.
د افغان او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې زور اخیستی دی ، د زرنج ښار د طالبانو په لاس سقوط سره.
تازه خبرونه
نړۍ دې د سر د خطر تر نامه لاندې افغانانو ته پناه نهورکوي – متقي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه) د بهرنیو چارو وزارت د خواخوږۍ په یوه پروګرام کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او افغانان باید له خپل هېواده ونهوځي.
امیرخان متقي په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو د ژوند، مال او عزت ساتونکی دی او هیڅ وګړی باید د نظام د بدنامولو له پاره بهر ته د تلو دوسیې جوړې نهکړي.
په دې کتنه کې امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې خپل بندیزونه پای ته ورسوي.
هغه څرګنده کړې: نړۍ بايد د افغانستان استعدادونو، کدرونو او وياړونو ته زيان ونهرسوي او له افغانستان څخه دې د کدرونو او کاري ځواک د ایستلو هڅې ودروي.
امیرخان متقي له هېوادوالو په ځانګړي توګه له ځوانانو وغوښتل، چې په افغانستان کې پاتې شي او بهر ته پر قاچاقي لارو خپل ژوند له خطر سره مخ نهکړي.
امیرخان متقي په دې باور دى، چې په هېواد کې اسلامي امارت ته زياتې ستونزې نړيوالې ټولنې جوړې کړي او په افغان ولس یې بندزونه لګولي دی.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ټول هېوادوال بهر ته د تګ لپاره آزاد دي؛ خو بهر ته د رسېدو لپاره باید د نظام د بدنامولو لپاره دوسیه جوړه نکړي.
هغه له نړۍ هم وغوښتل، چې نور ظلم مه کوئ، شل کاله جګړه بس ده، بې شمېره افغانان یې شهیدان کړل.
دغه راز د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو ويلي، چې ډېري ځوانان د انساني قاچاقبرانو په لومه کې لویږي او له خطرناکو لارو بهر ته وځي.
په بلغاریا کې د یوه افغان قرباني د کورني غړی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
تېره اوونۍ د هغو ۱۸ افغانانو مړي، چې په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره مړه شوي وه؛ د اسلامي امارت له لوري کابل ته رالېږدېدلي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
تازه خبرونه
په کندهار کې د قطر لومړي وزیر او د اسلامي امارت مشرتابه د بندو دروازو تر شا خبرې کړي

یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د قطر لومړي وزیر په روانه میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره په کندهار ولایت کې له نړیوالې ټولنې سره د کړکیچ د اواري په اړه د بندو دروازد تر شا خبرې کړې دي.
د غوایی پر ۲۲ / د می پر ۱۲ د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې د قطر د لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده تر منځ دا ناسته له یوه بهرني مشر سره د لیدنې لومړۍ غونډه ده.
یوې سرچینې رویترز ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ته د دې خبرو په اړه معلومات ورکړ شوي او پر ټولو مسلو د همغږۍ له مخې د خبرو پر دوام بحث شوی دی.
سرچینې، چې د نوم نه ښودلو پر شرط په ډاګه کړې: په دې خبرو کې د نجونو پر زدهکړو او کار د بندیز پای ته رسولو
له نړیوالې انزوا څخه د افغانستان د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري ناورین د مخنوي په اړه خبرې کړې دي. .
دا غونډه د قطر لپاره یو دیپلوماتیک بریالیتوب څرګندوي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا له کابل سره د ژورې ښکېلتیا د هڅولو لپاره د خپلو اوږدمهاله اړیکو په بهیر کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه تر نیوکې لاندې راولي.
رویترز راپور ورکړی؛ دا څرګندونې ښیي، چې واشنګتن د دغه بندیز لرې کولو ته پوره لیواله دی، چې ورسره به بشري او مالي ناورین هم پای ته ورسیږي.
سپینې ماڼۍ د دې خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګتن کې د قطر سفارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
اسلامي امارت هم تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د لوړو زدهکړو وزارت او افغان پوست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د لوړو زده کړو وزارت، آریانا افغان هوايي شرکت او د افغان پوست شرکت تر منځ دا سې هوکړه لیک لاسلیک شوی،چې له مخې به یې لهدې وروسته ټول هېوادوال او په ځانګړي توګه محصولین و کولی شي د لوړو زدهکړو وزارت اړو ند اسناد او مدارک د افغان پوست له لارې ترلاسه کړي.
دغه راز د دغې هوکړې له مخې هېوادوال کولی شي، چې له دې وروسته په آریانا هوایي شرکت کې د سفر تکتونه هم د افغان پوست له سیمهییزو دفترونو تر لاسه کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ لهدې وروسته به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان پوست له لاري محصلین او نور هغه کسان، چې د لوړو زدهکړو له وزارت سره اداري کارونه ولري کولی شي د هېواد له هرې برخې څخه د افغان پوست له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د لوړو زدهکړوزارت چارواکو دا هم ویلي، چې د افغان پوست له لارې د کارونو له تر سره کېدو سره به په کارونو کې روڼتیا او چټکي رامنځته شي.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم څرګنده کړې: په دې هوکړه کې زمونږ ځانګړې پاملرنه محصلینو، استادانو او هر هغه چا ته ده، چې د لوړو زدهکړو په وزارت پورې اړوند وي؛ اسانتیا رامنځته کړو.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس نجیب الله حقاني ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوالو ته خدمات پراخه او د افغان پوست او لوړ زدهکړو وزارت نوې هوکړه به هېوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت او د پاسپورت ریاست مسوولینو، چې په دې ناسته کې ونډه د رلوده وايي، چې له افغان پوست سره له اړیکو د دوی په خداماتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلي او هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د منظمو خدمتونو د رسولو لړۍ نوره هم پرا خه کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ویلي: له دې هوکړې وروسته ټول هېواد وال کولی شي د دا خلي او بهرنيو سفرونو تکتونه پرته له دې، چې کابل ته راشي؛ په خپلو سیمو کې د افغان پوست له لارې تر لاسه کولی شي.
د پاسپورت رییس مولوي عبدالکریم حسیب څرګنده کړې: مونږ د پاسپورتونو په برخه کې له افغان پوست سره لفه دې مخکې کار پیل کړی وو او په کارونو کې مو چټکتیا او روڼتیا دواړه رامنځته شوي دي.
د افغان پوست ریاست مسوولینو هم د دې هوکړي پر مهال ویلي، چې په دې شرکت کې اوس د دې ځواکمنتیا شته، چې د هېوادوالو کوم خدمات د لوړو زدهکړو وزارت اړوند وي؛ د دوی له خوا به هېوادوالو ته په اسانۍ وړاندې شي.
د افغان پوست رییس رحمت الله مکي ویلي: زمونږ اداره د پخوا پر پرتله ډېره غښتلي شوي؛ عوایدو مو لوړ شوي او د لوړو زدهکړو وزارت نوې هوکړه به نور هم د دې ادارې په خدماتو کې زیاتوالي رامنځته کړي.
د افغان پوست ریاست مسوولینو څرګنده کړې، چې پر لوړو زدهوکړو او آریانا افغان هوايي شرکت سربېره د پاسپورت، برښنا بیلونه، دعدليې وزارت، بهرنیو چارو وزارت اړوند خدمات هم وړاندي کوي. دغه راز د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته هم خدمات لري او ورځ تر بلي يې افعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په ۱۳ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه1 day ago
یو شمېر ګړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
-
روغتيا2 days ago
د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو
-
لوبی2 days ago
چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي بریدکوونکي ۲۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله واړوله
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په ایران کې نیول شوی بلجیمي مرستندویه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو
-
سوداگري2 days ago
نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو