Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د دوحې تړون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي – طالبان

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۷, ۱۴۰۰

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې د اعلان په غبرګون کې طالبانو ویلي، چې د امریکا دغه کړنه د دوحې له هوکړې پوره سرغړونه ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ دوی پر امریکایانو باور نشي کولی، ځکه دغه هېواد خپله ژمنه نده پوره کړې.

طالبانو زیاته کړې؛ له دوحې تړون سرغړونه به طالب جنګیالي د امریکا پر ضد کړنو ته وهڅوي، چې  مسوولیت به یې بیا هم د امریکایانو پر غاړه وي.

طالبانو په ډاګه کړې؛ د دوی د پاتې بندیانو نه خوشې کول، د تور نوملړ نه ختمول، له ۱۲۰۰ څخه د ډېرو سرغړونو ترسره کول او اوس د څو میاشتو لپاره له افغانستان څخه د دوی وتل ځنډول؛ د امریک د ژمنو نه ترسره کول دي. ملګري ملتونه او هغه هېوادونه، چې د دوحې تړون پر مهال یې حضور درلود باید امریکا اړه کړي، چې د تړون له مخې د می تر میاشتې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو ټینګار کړی، چې دوی به د بشپړې خپلواکۍ او په افغانستان کې د سوچه اسلامي نظام د رامنځته کولو له غوښتنې تېر نشي او په افغانستان کې سوله ییز حل ته ژمن دی.

د استانبول په ناسته کې د طالبانو پر نه ګډون پر اعلان سربېره د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا ناسته به د اپریل پر ۲۴ ترسره کیږي.

ملګرو ملتونو ويلي؛ هڅه کوي، چې له طالبانو سره په دې ناسته کې د ګډون په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو ټولنې ویاند سټیفان دوچاریک ویلي: مونږ له ټولو لوریو سره په ګډه کار کوو، چې تلپاتې سولې ته ورسېږو. په دې اړه به اعلامیه هم خپره شي. مونږ لس ورځې وخت لرو. مونږ خپل پلانونه او بلنې د افغانستان حکومت او طالبانو ته اعلام کړي او میرمن ډیبرا لاینز تل د طالبانو له مشرتابه سره په اړیکه کې ده.

طالبانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان دا په ډاګه کوي، چې امریکا تر یوې کچې د افغانستان وضعیت درک کړیدی.

تازه خبرونه

ترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

Published

on

د ترکیې پولیسو هغه  ۳۵ افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد له شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت څخه د سمندر له لارې یونان ته واوړي. دغه راز د کډوالو د قاچاق پر تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

د پولیسو له کړنلارو وروسته؛ له څلورو شکمنو کسانو څخه درې د محکمې پر حکم زندان ته لېږدول شوي، خو څلورم کس د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی.

۳۵ افغان کډوال هم د ناقانونه کډوالو مرکز ته لېږدول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او بریټانیا استازو د پاکستان او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.

Published

on

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د سیمې د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی او د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.

دغه راز ریچارډ لینډزي ویلي، چې بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سوله‌ییز حل ته ارزښت ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي ملت په توګه د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

Published

on

 

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له درېیمې څخه تر شپاړلسمې / د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له پنځه‌ویشتمې څخه د نومبر تر اوومې پورې ۹۵ زره او ۴۸۹ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز له افغانستان څخه د ۴۴زره او ۸۹۹ کسانو وتل هم ثبت شوي، چې له ۳۴زره او ۲۰۶ کسان ایران او ۱۰ زره او ۶۹۳ نو پاکستان ته تللي دي.

راپور ښيي، چې د اسلام‌کلا بندر د ټولو ثبت شوي راتګ ۴۰.۵ سلنې له کبله تر ټولو ډېر د تګ راتګ سرحدي بندر و. له دې وروسته د پل ابریشم بندر د ۲۵.۷ سلنې او سپین‌بولډک د ۱۷.۶ سلنې پر درلودلو دوه‌یم او درېیم ځای خپل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!