تازه خبرونه
امریکا له ا.ا.ا سره جګړه وبایلله؛ نو بیا یې خبرو ته مخه کړه ـ خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ويلي؛ امریکا د جګړې په ډګر کې د طالبانو پر وړاندې جګړه وبایلله؛ خو د بدیل په توګه یې د سولې خبرې غوره کړې.
خلیلزاد وايي؛ امریکا غوښتل، چې د سولې د خبرو پایله بل ډول وي. نه هغه څه، چې د اګست پر ۱۵رامنځته شول.
خلیلزاد له سي بي اس سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې که اشرف غني د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره سیاسي هوکړې ته غاړه ایښې وی؛ منځلاريو طالبانو (اسلامي امارت) به په حکومت کې مهم رول لوباوه.
د خلیلزاد په وینا، امریکا په خپل ماموریت کې د القاعدې د ځپلو په برخه کې بریالۍ شوې، خو د ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکو ارزښتونو په ټینګولو کې پاتې راغلې ده.
د زلمي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ که یو ټولمنلی حکومت جوړ نشي او بشري حقونو ته درناوی نه وي، د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې به کنګل او اقتصاد به له سقوط سره مخ شي.
خلیلزاد زیاتوي؛ دا به د اقتصادي بحران لامل شي او په پای کې به په افغانستان کې نوې کورنۍ جګړه پیل شي.
دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ دا هم ويلي؛ پوښتنه دا ده، چې ( پخوانی) ولسمشر غني ولې وتښتېد؟! که غوښتل یې د سولې لپاره له واکه لرې شي؛ نو تصور وکړئ، چې که هغه دا کار یو کال یا شپږ میاشتې مخکې وړاندیز کړی وی؛ نو دواړو لوریو ته د منلو وړ کس به د حکومت په واک کې و، خو هغه داسې ونکړل.
د هغه په وينا؛ د امريکا شل کلن حضور په افغانستان کې د ټولنيز بدلون لامل شو؛ د اوسني حکومت( د افغانستان اسلامي امارت) ساتل نه یوازې د سیمې او نړۍ پر ګټه دی، بلکې ملي یووالی هم پرې رامنځته کېدی شي.
تازه خبرونه
افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل

چغان د کونړ د مرکز یوه لرې پرته سیمه ده، چې خلک یې د افغان بیسیم له 3G انترنیتي خدمتونو برخمن شول.
چارواکي وايي، د دغو خدمتونو له پيلېدو سره به د چغان تر څنګ يو شمېر سيمې او ولسوالۍ هم له دغو خدمتونو برخمنې شي.
د کونړ د مخابراتو رییس سجاد وايي: د چغان په یوه لوړ ځای کې د افغان بیسیم سایت پرانیستل شو. دا یو ډېر ښکلی ځای دی. دا په مرکز پورې اړه لري او د مرورې ولسوالۍ او وټه پور ولسوالۍ ځینې سیمې یې هم پوښلي. مونږ د افغان بیسیم شرکت څخه مننه کوو.
په کونړ کې د اترا دفتر مشر اعجازالحق یوسفزی وايي: په پام کې ده، چې د کونړ ټولو ولسوالیو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پروګرام وغزیږي.
د کونړ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د مخابراتي او انترنیتي خدمتونو د وړاندې کولو له کبله خوښي څرګندوي او وايي، چې د دې شبکې خدمات په کونړ ولایت کې پوره معیاري دي.
د کونړ والي احمد طحه وايي: له هر څه لومړی د افغان بیسیم له کارکوونکیو څخه مننه کوو، چې د کونړ خلکو ته یې دا خدمات وړاندې کړ. مونږ له ټولو شرکتونو او بنسټونو غواړو، چې د کونړ غرني ولایت ته دا ډول خدمات وړاندې کړي.
د کونړ والي مرستیال عبدالله حقاني وايي: کونړ یو غرنی ولایت دی. د ستنو شمېر بسنه نهکوي. زمونږ هیله دا ده، چې د خلکو ستونزې اوارې کړو او اسانتیا رامنځته کړو.
ځايي اوسیدونکي د افغان بیسيم شبکې له دغه کار څخه خوښي څرګندوي او غواړي، چې د دغه ولايت په ټولو لرې پرتو سيمو کې خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې شي.
د کونړ ولایت یو اوسیدونکی حیات الله نومی وايي: د دې سایت پرانیستل د دغو دوه ولسونو لپاره لویه لاسته راوړنه ده. له دې سره دغه دوه درې له مرکز سره ونښلول شوې. هغه ستونزې، چې پخوا خلک ورسره مخ ول، اوس حل شوې دي.
په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولین د کونړ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دغه شرکت به د دغه ولایت ټولو لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.
په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مشر عطاالله ساحل وايي: دا سایت د دانګام، غازيآباد، ناړۍ، وټهپور او تر نورستان پورې د دغو دوه درو لپاره مهم رول لوبوي. که دا سایت نه وي؛ نور سایتونه نشي کولی دا خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان بیسیم شبکې د امنیت له رامنځته کېدو سره نه یوازې په ختیځ زون کې خپل مخابراتي خدمتونه پراخ کړي، بلکې په دې وروستیو کې یې دغې شبکې د دغه زون ډېرې لرې پرتې سیمې د 3G او 4G انترنیتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستې دي.
تازه خبرونه
د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه د بې مسوولیته وتلو د اسنادو احضاریه لاسلیک کړه

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر د دوشنبې پر ورځ هغه فرعي غوښتنه لاسلیک کړه، چې پر بنسټ به یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه اسناد وړاندې کړي.
مایکل مک کاول د امریکا د ولسمشر جو بایدن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د بې مسوولیته وتلو او له همغه وخته د رامنځته شویو پېښو په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ جمهوري غوښتونکي او ځینې دیموکراتان وايي، چې هیڅکله د بې مسوولیته وتلو او دا، چې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ بشپړ حساب ورکړ شوی ندی.
مک کاول د بهرنیو چارو وزارت ته د دوشنبې تر ورځې وخت ورکړی و، چې اسناد چمتو او وړاندې کړي.
مک کاول په ډاګه کړې؛ له بده مرغه د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن له ځواب ورکولو ډډه وکړه او زه یې دې ته اړ کړم، چې د دې کمیتې د رییس په توګه خپله لومړۍ فرعي غوښتنه او احضاریه صادره کړم.
هغه ویلي، چې دغه احضاریه به د سې شنبې پر سهار وسپارل شي.
وال ستریت ژورنال په ۲۰۲۱ ز. کال کې په ډاګه کړې وه، چې په افغانستان کې شاوخوا دوهویشت امریکایي دیپلوماتانو د یوه تش په نامه مخالف له لارې بلینکن ته د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل د احتمالي سقوط خبرداری ورکړی و.
بلینکن تېره اوونۍ د استماعیه ناسې په بهیر کې ویلي وه، چې دې وزارت خپل څه نا څه معلومات وړاندې کړي او د نورو چمتو کولو لپاره کار کوي؛ خو ځینې ځانګړي معلومات او توضیحات شته، چې یوازې لوړ پوړیو چارواکو ته باید وړاندې شي. دا د هغه چا د هویت خوندي کول دي، چې مخالفت یې څرګند کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ویدانت پاتل ویلي، چې دا زمونږ لپاره اړینه ده، چې د مخالف کانال بشپړتیا وساتو؛ خو مونږ چمتو یوو، چې اړوند معلومات د توجیهي ناستو یا نورو میکانیزمونو له لارې وړاندې کړو.
تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جاپان هېواد لخوا افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ۲۱ اعشاریه ۶ میلیون دالرو پر ارزښت د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.
یونیسف له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د جاپان له ملاتړه ستاینه کړې ده.
یونیسف پرون ( د وري ۶ / د مارچ ۲۶) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې له دغو مرستو څخه ۱۸ میلیون دالر به له ۱۸ میلیون څخه ډېرو افغان ماشومانو او میندو ته د واکسینو پر برابرولو او ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د افغانستان د دولتي ښوونځیو د بېخبناوو پر جوړولو ولګول شي.
د دغه راپور له مخې: هغه واکسینونه، چې ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره له دغې مرستې چمتو شي؛ د شري، روتا ویروس، تیتانوس، دیفتریا، پولیو، هپاتیت بی او داسې نور رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي، چې دا مرستې له یونیسف سره په ۲۰۲۳ کال کې مرسته کوي، چې شاوخوا ۱۰ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو شي.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د دغو مرستو ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د یونیسف له لارې په ۲۰ ښوونځیو کې د ۵۰۰۰ ښځینه زدهکوونکیو په ګډون ۱۰ زره زدهکوونکیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې ولګول شي.
-
روغتيا1 day ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
تحول5 days ago
تحول: کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي کاري سفر
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي
-
تازه خبرونه2 days ago
بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل
-
نړۍ3 days ago
د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي امارت پلاوي د تاجکستان په خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه وکړه