تازه خبرونه
امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پر ترکیه باور کولی شي – اردوغان

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي؛ له افغانستان څخه د نړیوالو پوځونو له وتلو وروسته ترکیه یوازنی باوري هېواد دی، چې افغانستان ته ثبات راوستلی شي.
ترکیې ته په کابل کې د حامد کزري نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارو د سپارل کیدو د راپورونو له خپریدو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، چې د نړیوالو سرتېرو له وتلو وروسته ترکیه یوازنی هېواد دی، چې افغانستان ته د ثبات راوړلو لپاره پرې باور کیدای شي.
په پام کې ده، چې د ترکیې ولسمشر اردغان به د افغانستان د ثبات لپاره د انقرې پلان د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره شریک کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان څرګنده کړې؛ امریکا په بیړه له افغانستان وځي. کله، چې دوی ووتل ترکیه یوازنی هېواد دی، چې هلته به وضعیت له خیره کابو کړي.
په پام کې ده، چې د ترکیې ولسمشر به د افغانستان د ثبات لپاره خپل پلان د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایدڼ سره شریک کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر موضوع به په سرمشریزه کې هم خبرې وکړي.
په کابل کې ځينې سیاستوال وايي، چې طالبان به د پاکستان په لارښوونه ترکیې ته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت سپارلو سره مخالفت ته دوام ورکړي.
بخوانی طاب چارواکی سید اکبر آغا وايي، چې د نړیوالو سرتېرو له وتو وروسته به طالبانو ته د ترکیې مرسته هغه وخت د منلو وي، چې د ناټو تړون له چوکاټه بهر یې له افغانستان سره وکړي.
هغه زیاته کړې؛ ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او که خپل سرتېري د نورو نړیوالو پوځونو په څير له افغانستان څخه بهر نکړي، طالبان به د ناټو د نورو غړیو په څیر چلند ور سره وکړي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنه به د لویدیځ ډیپلوماټانو او بشري کارکوونکیو لپاره افغانستان ته د سفر یوازنۍ لار وي؛ خو ویل کیږي، چې د امنیت چمتو کولو وړتیا یې افغان حکومت نلري.
تازه خبرونه
د یوتیوب کاروونکیو لپاره د اسلامي امارت نوې کړنلاره بشپړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو او نشراتو مرستیال مهاجر فراهي څرګنده کړې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوتيوب کې د ګډوډۍ او بېنظمۍ د مخنيوي لپاره خپله کړنلاره بشپړه کړې ده.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه وزارت د یوتیوب کاروونکیو ته د کار جوازونو د وېش بهیر پیل کړی او هر هغه څوک، چې غواړي په دې برخه کې هڅې تر سره کړي؛ باید د جواز د تر لاسه کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورشي او کاري جواز واخلي.
مهاجر فراهي وايي: له دې کړنلارې سره به خپرونې معیاري شي او هغه خپرونې به بندې شي، چې د اسلامي اصولو، د خلکو د دود او فرهنګ او د هېواد د ګټو خلاف وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې کړنلارې له پلي کېدو سره به د نامسلکي کسانو مخه هم ونيول شي او هغه کسان، چې په يوتيوب کې کار کوي بايد لږ تر لږه له ژورناليزم څخه فارغ وي او يا هم پهدې برخه کې پوره کاري تجربه ولري.
هغه وايي: مونږ به هیچا ته اجازه ورنهکړو، چې د وزارت له اجازې پرته په دې اړه کې خپرونې او هڅې ولري.
مهاجر فراهي دا هم ویلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې له ټولو رسنیو او یوتیوب چینلونو څارنه کوي.
هغه څرګندوي: هرڅوک، چې د اصولو خلاف عمل وکړي؛ احضار او پوه بهشي.
هغه زیاته کړې؛ هیڅ شخص یا خیریه بنسټ ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د اړمنو خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته او یا د هغوی عزت ته سپکاوی وکړي.
فراهي وايي؛ د وزارت له دې کړنلارې موخه دا ده، چې د ژورناليستيکي معيارونو له کارولو سره د خلکو ستونزې تر دولت پورې ورسول شي او هم خلکو ته د نظام د پيغام رسولو په برخه کې کار وشي؛ نود یوتیوب کاروونکي اړ دي، چې په رښتيا هم بنسټیز کارونه ترسره کړي.
مهاجر فراهي ویلي؛ اسلامي امارت دنده لري، چې د نشراتو په برخه کې لازم اصلاحات رامنځته او خلکو ته داسې خپرونې وړاندې شي، چې ور سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
پاکستان له یو میلیون ډېر ناقانونه افغان کډوال وباسي

د پاکستان سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی؛ د پاکستان حکومت غواړي یو میلیون او سل زره ناقانون افغان کډوال وباسي.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت کابینې چارواکو ته اجازه ورکړه، چې خپل هېواد ته د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو لپاره چمتووالی ونیسي او د اسلاماباد دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت ته هم رسیدلې ده.
په دې راپور کې د سرچینو د څرګنذدونو له مخې راغلي؛ دغه ۱.۱ میلیون افغان کډوال د اعتبار وړ ویزې او اسناد نهلري، چې له مخې به یې په پاکستان کې پاتې شي. دوی دا ادعا هم وکړه، چې ډېري دغه ناقانونه کډوال په دولت ضد او جنايي کړنو کې لاس لري؛ نو، ځکه به ژر تر ژره افغانستان ته ستانه کړای شي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۱ ز. کال په دوبي کې افغانستان ته د طالبانو (اسلامي امارت) له ستنیدو راپدیخوا شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل شوي دي. دغه راز ۷۰۰ زره نور افغانان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.
د دغه راپور له مخې؛ پاکستان له څو لسیزو راپدیخوا د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او په یوه وخت کې هم پېنځه میلیون افغان کډوال په پاکستان کې میشت ول. ځینې اټکلونه ښيي، چې اوس هم شاوخوا څلور میلیون افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. په هر حال د رسمي معلوماتو له مخې، د اعتبار وړ کارت لرونکیو افغان کډوالو شمېر خورا لږ دی.
په پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پاکستان دا هڅه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تروریستي ډلو په ګډون اړوند ستونزې مخ پر زیاتېدو دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي د یو شمېر پوځي او امنیتي چارواکو په ګډون کابل ته سفر وکړ او یو ځل بیا یې د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د پاکستان ضد عناصرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړيچې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو په اړه د پاکستان اقدام ښايي د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له غبرګون سره مخ شي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو او شړلو له ستراتیژۍ سره مخالفت کوي.
تازه خبرونه
مغرضو کړیو د ملګرو ملتونو ټولنه یرغمل کړې او زمونږ پر ضد کارول کېږي – ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ټولنه مغرضو کړیو یرغمل کړې او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد کارول کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۵) په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان پر سرتاسری امنیت، عمومي بښنې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په داخلي عوایدو د بودجې چمتو کولو، ټول هېواد ته د تعلیمي بهیر غزولو او د افغانستان څوکۍ افغانانو ته سپارلو بحث نهدی شوی او د فشار او تحمیل پر سیاست ترکیز وشو.
هغه څرګندوي، چې مغرضې کړۍ اوس هم له مونږ سره په جګړه اخته دي او د ملګرو ملتونو سازمان يې یرغمل کړی او زمونږ په وړاندې يې کاروي
ذبیح الله مجاهد وايي: په دې ناسته کې اړینه وه، چې د ملګرو ملتونو د تور نوملړ د ختمولو، د بندیزونو د لرې کولو، د افغانستان د غصب شویو پیسو د خلاصون او په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو او افغانانو ته د افغانستان د چوکي د ورکړې په اړه خبرې شوې وای او د حل لار ورته لټول شوې وای.
هغه زیاته کړې؛ د افغانستان خلک خپل نظام او امارت پېژني، پخپلو مشرانو باور لري او د خپل نظام بشپړ ملاتړ کوي.
هغه دا هم ويلي؛ د افغانستان د خلکو لپاره د خپل دين لارښووني لومړيتوب لري او د هېواد ملي ګټې ورته مهمې دي. د دې سترو موخو لپاره یې سرښندنې کړي او ترې ساتنه او څارنه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د سې شنبې پر ورځ په نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ د اسلامي امارت هغه سیاستونه چې د ښځو د محرومیت سبب کیږي، نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نهدي.
اوتنبایوا وویل، ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو د حقونو او د اسلامي امارت له چارواکو سره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو د اړتیا په اړه خپل اعتراضونه راپورته کړي؛ خو له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل پر مثبت لوري روان شوی نهدی.
اوتونبایوا په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د مالي منابعو د نهشتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
هغه ویلي ۱۵.۲ میلیون افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ښايي په راتلونکیو میاشتو کې له قحطۍ سره مخ شي.
په دې کتنه کې د امريکا استازې د ملګروملتو ټولنې له امنيت شورا څخه وغوښتل؛ پر اسلامي امارت فشار راوړي، له افغان ولس سره جدي خبرې وکړي، دهغوى له هيلو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو سرغړونې پاى ته ورسوي.
-
روغتيا5 days ago
له خوګ څخه انسان ته د زړه دوهیم پیوند ترسره شو
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین زیلینسکي دې د پولندیانو سپکاوی نهکوي – د پولند لومړی وزیر
-
روغتيا3 days ago
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانانو د حقونو ساتونکي دې متحد شي – رینا امیري
-
تازه خبرونه3 days ago
د چین په اسیایي لوبو کې ۸۴ افغان لوبغاړي ګډون کوي
-
لوبی3 days ago
چين د اسيايي لوبو په لومړۍ ورځ د سرو زرو مډالونه وګټل
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام نغدي جایزې ځانګړې شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل هوايي ډګر کې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو کډه ناست ترسره شوه