تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې داعشیان راټولوي – ایران

Published

on

د ایران د ولسي جرګې مشر محمد باقر قالیباف ويلي، امریکا په افغانستان کې د داعشیانو د راټولولو په لټه کې ده.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د ولسي جرګې مشر د یکشنبې پر ورځ (د غویی ۱۱ ) ویلي، چې امریکا د داعشیانو پر لوبولو په افغانستان کې د ناامنیو د رامنځته کولو په لټه کې ده.

د یادې رسنۍ د څرګندونو له مخېګ قالیباف دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی او په دې هېواد کې د ټولو قومونو د استازیو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د تلپاتي امنیت د رامنځته کولو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.

له دې مخکې هم ایراني چارواکو په افغانستان کې د داعش د هڅو په اړه څو ځلې اندېښنه په ډاګه کړې. له بلی خوا؛ ایراني چارواکو له وروستیو دوه اوونیو راپدیخوا په دې هېواد کې پر ځانګړي توګه د شیعه ګانو پر ښوونځیو او جوماتونو چاودنې د اندېښنې وړ بولي، چې باید مخنیوی یې وشي.

ویل کیږي، چې د دغو وروستیو بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي و؛ خو له دې مخکې افغان چارواکو ویلی، چې په داعش ډله ۹۸ سلنه ځپل شوې ده.

Trending

Exit mobile version