تازه خبرونه
امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي
د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نهزیانمنې کیږي.
د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.
د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نهزیانمنې کیږي.
دا پرېکړه د ټرمپ ادارې لهخوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.
چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.
په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.
ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.