نړۍ
امریکا ګابون، نایجر، یوګاندا او د مرکزي آفریقا جمهوریت له سوداګریز پروګرامه وباسي
د امریکا ولسمشر جو بایدن د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې نیت لري د ګابون، نایجر، یوګاندا او مرکزي افریقا جمهوریت په ګډون د آفریقا لپاره د ودې او فرصت قانون سوداګریز پروګرام پای ته ورسوي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ بایدن ویلي، چې دا کړنه یې د مرکزي آفریقا جمهوریت او یوګاندا لخوا پر نړیواله کچه د پېژندل شويو بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله کړې ده.
هغه د سیاسي کثرت او د قانون حاکمیت په ساتلو او پرمختګ کې د نایجر او ګابون ناکامۍ ته هم نغوته کړې ده.
د امریکا د ولسي جرګې رییس ته په یوه لیک کې بایدن څرګنده کړې: د او مرکزي آفریقا جمهوریت، ګابون، نایجر او یوګاندا ترمنځ د سختې بوختیا سره – سره دا هېوادونه نهدي توانیدلي، چې د ودې او فرصت قانون د وړتیا معیارونه پوره او د رعایت په اړه د امریکا اندېښنې حل کړي.
بایدن زیاته کړې؛ هغه نیت لري، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د جنوبي آفریقا د ودې او فرصت له قانونه ګټه اخیستونکي هېوادونه له سوداکریزې ونډې وباسي.
هغه دا هم ویلي، چې هغه به دا ارزونه روانه وساتي، چې آیا دوی د پروګرام وړتیا او اړتیاوې پوره کولی شي.
په ۲۰۰۰ ز. کال کې د آفریقا د ودې او فرصت قانون رامنځته شو، چې د امریکا بازارونو ته له تعرفو پءته لاسرسی چمتو کوي. ټاکل شوې، چې دا پروګرام د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې پای ته ورسیږي؛ خو د هغې د غزولو لپاره بحثونه روان دي.