تازه خبرونه

امریکايي سرتېري له جګړې ستړي شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په روانه میاشت کې یوه تر سره شوې سروې ښيي، چې ډېري امریکايي پوځيان د افغانستان او عراق له اوږدې جګړې ستړي شوي دي. په داسې حال کې، چې یاد پوځیان اوس هم له ترهګرو سره مبارزه کوي.

سمیت سونیان نومې یوې ورځپاڼې د جورج مسن پوهنتون په همکارۍ یوه تازه سروې کړې، چې ډېري تقاعد شوي او برحاله امریکايي پوځيان په عراق او افغانستان کې د جګړې پر اوږدیدو باوري شوي دي.

ورځپاڼه څرګندوي، چې په دې جګړه کې له ځاني تلفاتو پرته نږدې ۵۴ زره امریکايي سرتېرو ته روحي او رواني زیان هم اوښتی دی.

سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان په جګړه کې کابو ۲۲۷۲ امریکايي سرتېري وژل شوي او څه باندې۲۰ زره نور ژوبل دي.

اجرائیه ریاست وايي، له ترهګرو سره مبارزه یوازې د افغانستان مسوولیت نه، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم باید په دې مبارزه کې ونډه ولري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره مبارزه یوازې د افغانستان دنده نده دلته د سیمې او نړۍ هېوادونه هم مسوولیت لري؛ ځکه دې هېواد د جګړې په لومړۍ کرښه کې له ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.

کارپوهان په دې باور دي، چې امریکا په تېره څه باندې ۱۷ کلنه جګړه کې خپلو اهدافو ته ونه رسیده.

پخوانی پوځي چارواکی میرزا محمد یارمند څرګنده کړې، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ځالې په نښه نکړې؛ کله یې پر پاکستان فشار راوست او کله یې له دې هېواده ملاتړ وکړ، خو د ترهګرو اصلي ځالې ترې روغې پاتې شوې.

لدې مخکې له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي سرتېرو د وتو اوازې خپرې شوې دي؛ خو د ولسي جرګې غړي که څه هم د امریکا ماموریت بریالی نه بولي؛ خو وايي، چې دا هېواد باید خپل سرتېري په تدریجي توګه وباسي.

د ولسي جرګې غړی سید علي اخلاقي وایي، د بهرنیو سرتېرو وتل یوه جدي موضوع ده. امنیتي مسوولین باید له امنیتي سرتېرو ملاتړ وکړي او امریکايي سرتېري باید تدریجي ووځي.

د ولسي جرګې یو بل غړي عبدالودود پیمان ویلي، چې امریکا افغانستان له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه له ډېرو ستونزو سره مخ کړ؛ کله یې له طالبانو ملاتړ څرګند کړی او کله یې له دوی سره جګړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د دونلد ترمپ مرستیال مایک پنس هم تازه ویلي، چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه پرله پسې غور کوي.

خبریال: اکبر لودین

Trending

Exit mobile version