تازه خبرونه

امنیت شورا له اسلامي امارت څخه پر ښځو د لګول شويو بندیزونه د لغو کېدل وغوښتل

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۲

  دغې شورا په يوه پرېکړه ليک کې، چې پر ١٥ مثبتو رايو تصويب شو؛ د ښځو د ښوونې، روزنې او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلیو بندیزونو د ژر تر ژره د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په دغه شورا کې د عربي متحده اماراتو استازې د ښځو د زده‌کړې او کار په اړه محدودیت  د ملګرو ملتو په تاریخ کې بې ساری اقدام وباله.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر کار  او زده‌کړو د بندیزونو په اړه پرېکړه‌لیک ته  رای ورکړه او دغه پرېکړه‌لیک د امنیت شورا د غړیو پر ۱۵ مثبتو رایو تصویب شو.

په دغه پرېکړه‌ليک کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتل شوي، چې د ښځو د تعليم او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې تحريم او بنديزونه ژر تر ژره لغوه کړي.

دغه پرېکړه‌ليک، چې د عربي متحده اماراتو او جاپان  لخوا وړاندې شوی؛ د عربي متحده اماراتو استازې د ملګرو ملتونو په تاريخ کې د ښځو پر کار بنديز د توهين وړ وباله.

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازې لانا نصیبه وایي: نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندي. دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري ده. مونږ نه یوازې دا، چې د ښځو پر کار بندیز پر کلکه غندو، بلکې د دې هېواد پر واکمنو هم غږ کوو؛ افغانستان باید ژر تر ژره دا پرېکړه لغو کړي او د افغان میرمنو او نجونو ټولو حقونو ته درناوی وکړي.

د جاپان استازي هم ویلي، د افغانستان د نویو واکمنو دغه بندیز بشري حقونه او بشري اصول کمزوري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي امیر ایشیکان ویلي: په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکیو خلکو ته د ژوند ژغورونکیو مرستو او لومړنیو خدماتو د چمتو کولو په شمول به دا پرېکړه، د نورو اساسي حقونو تر څنګ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر عملیاتو منفي او سخت اغېز وکړي.

د روسیې استازې د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معناداره او خوندي ګډون غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د روسیې استازی واسیلي نیبنزیا وایي: مونږ د طالبانو له مشرانو څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه لغو کړي؛ مونږ د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنا لرونکي ګډون او خوندیتوب غوښتنې ته دوام ورکوو.

له بلې خوا، په نړیوالو دفترونو کې د ښځو د کار بندیز  ۲۸ میلیون افغانانو لپاره، چې بنسټیزو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ ستونزې ارمنځته کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربرا وودوارد وایي: په دفترونو کې د ښځو د کار بندیز په دې هېواد کې د بشري ناورین د زیاتېدو لامل شوی او شاوخوا ۲۸ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ نو مونږ د دوی پرېکړه غندو او له هغوی څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه بدله او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ویاندویانو پر وار وار ویلي، چې اسلامي امارت د ښځو اسلامي حقونو درناوي ته ژمن دی او په دې اړه د بهرنیو د لاسوهنو مخالف دي.

Trending

Exit mobile version