تازه خبرونه

امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

امیر خان متقي قزاقستان د منځنۍ آسیا یو له مهمو هېوادونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه، چې د موجوده ظرفیتونو پر کارولو به دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وګڼلې او یو ځل بیا یې په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي سفر کابل ته راشي.

نورتیلو ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

Trending

Exit mobile version