تازه خبرونه

امیر خان متقي د ایران او امریکا له هوکړې هرکلی وکړ

امیر خان متقي د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو او فکري بنسټونو په غونډه کې څرګنده کړه، چې د دې هوکړې عملي کېدا کولی شي د سیمې لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره له وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او هیله من شوی، چې دغه هوکړه بشپړه عملي شي او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې به مرسته وکړي.

امیر خان متقي د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو او فکري بنسټونو په غونډه کې څرګنده کړه، چې د دې هوکړې عملي کېدا کولی شي د سیمې لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې جګړه او شخړې د سیمې ټولو هېوادونو ته زیان رسوي. په داسې حال کې، چې سوله او ثبات نه یوازې د سیمې د هېوادونو، بلکې د نړیوالې ټولنې پر ګټه هم دي.

متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو په اړه ویلي، چې د آذربایجان په ګډون د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په وروستیو کلونو کې د عمل‌محورې، فرصت‌محورې او همکارۍ‌محورې تګلارې پر بنسټ د پام وړ پراخې شوې دي.

هغه ویلي، څېړنیز مرکزونه او فکري بنسټونه یوازې اکاډمیک بنسټونه نه‌دي، بلکې د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ د فکري شریکانو په توګه کولی شي د عملي او څېړنیزو حل‌لارو پر وړاندې کولو د اختلافاتو په مدیریت او د سیمه‌ییزې همغږۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

متقي هیله وښوده، چې دغه غونډه به د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وي او د علمي خبرو اترو، د نظرونو د تبادلې، د ګډې پوهې د تولید او په ټوله سیمه کې د همکاریو د نویو فرصتونو د پېژندلو لپاره به ښه زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ژور دیني، فرهنګي، تاریخي او جغرافیایي تړاوونه لري او باور لري، چې د سیمې باثباته، هوسا او خوندي راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمه‌ییزې نښلېدا او د ګډو ګټو د ګډ درک له لارې ترلاسه کېدی شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې کابل اوس هم هڅه کوي د منځنۍ آسیا له خپلو ګاونډ هېوادونو سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ ځکه، چې سیمه‌ییزې همکارۍ ورځ تر بلې د اقتصادي پراختیا او اوږدمهاله ثبات لپاره د یوه مهم بنسټ په توګه ګڼل کېږي.

Trending

Exit mobile version