تازه خبرونه

امیر خان متقي د مسکو د ناستې په څنډه کې له لاوروف سره وکتل

امیرخان متقي د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو یادونه کړې او هیله څرګندوي، چې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه نوره هم زیاته شي.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۳

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو د شپږمې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، چې شنبې پر ورځ خپره شوې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا فورم د افغان حکومت لپاره د ځانګړي ارزښت لرونکی وباله او غوښتنه یې وکړه، چې دا فارمټ دې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر میکانیزم بدله شي.

امیرخان متقي د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو یادونه کړې او هیله څرګندوي، چې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه نوره هم زیاته شي.

هغه په ​​افغانستان کې امنیت او ثبات ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې امنیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ سرګي لاوروف له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وایي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

سرګي لاوروف د سیمې او نړۍ وروستیو بدلونونو ته په کتو د افغانستان وضعیت ته هم نغوته وکړه او څرګندوي، چې افغانستان د سیمې په اقتصادي پیوستون کې مهم رول لوبولی شي.

Trending

Exit mobile version