تازه خبرونه
امیر خان متقي له امریکايي استازیو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستیو کې د دې وزارت د چارسمبالي مولوي امير خان متقي پر مشرۍ يو پلاوی له امريکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطرپلازمېنې دوحې ته سفر کوي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبه ( د زمري ۵ نېټه ) تویت کړی، چې دغه پلاوی به له قطري چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې په دې خبرو کې به د افغانستان لپاره د بنديزونو او تور نوملړ ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو آزادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د زمري ۴ نېټه ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او څرګندوي، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی تام ویست او په بشري حقونو، ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري به روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت له استازیو سره وګوري.