تازه خبرونه

اوچا د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستو چارې پیل کړې

Published

on

Last Updated on: زمری ۴, ۱۴۰۲

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د مرستو چارې پیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ويلي؛ د OCHA کارمندانو د دې ادارې له سیمه‌ییزو چارواکو او شریکانو سره لیدلي او د سیلاب ځپلیو اړوند سیمو په اړه همغږي رامنځته او ارزونه وکړي، چې زیانمنو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ویاند فرحان الحق ویلي؛ د اوچا مسوولینو له چارواکو او نورو همکارانو سره وکتل، ارزونه اوهمغږي رامنځ ته کړي او په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره د مرستو لپاره بشري غبرګونونه متحرک کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په کابل او میدان وردګو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان دي. دغه راز په لسګونه کورونه هم زیانمن شوي او په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې.

له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وايي؛ درییس الوزرا د لارښوونې پر بنسټ، مړو شویو کورنیو ته سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس زره افغانۍ وېشل شوې دي.

له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي؛ د هېواد په لس ولايتونو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ٤١ کسان مړه شوي او ٥٧ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان په لس ولایتونو کې سیلابونو ۹۲۰ د استوګنې کورونه او اووه زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه زیانمن کړي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

دغه راز له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ زیانمنو ته د عاجلو بشري مرستو د لېږد او وېش لړۍ پیل کړې ده.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی ویلي؛ د سېلاب ځپلیو د وضعیت د څېړلو په موخه د پېښې ځای ته مرستندویې ډلې رسېدلي او د میدان وردګ د مرکز په ګډون د دې ولایت جلریز، چک، نرخ، سیدآباد او جغتو ولسوالیو ته تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د هوا پېژندنې اداره وايي، د راتلونکې چارشنبې پر ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو امکان شته او د باران اندازه به له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

Trending

Exit mobile version