بلخ @ps
ايتالوي سيلانيانو د افغانستان په بلخ ولايت کې له تاريخي سیمو ليدنه وکړه
د یکشنبې پر ورځ د بلخ له تاریخي آثارو څخه د لیدونکیو یوې ډلې ایتالوي سیلانیانو څرګنده کړې، چې د ډاډمن امنیت له کبله بریالي شوي، چې په تېرو نهه ورځو کې له بامیان، هرات او کابل ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي.
د نهو بهرنيو سيلانيانو دغه ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال يې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګ او دودونو سره مينه پيدا کړې ده.
دې سیلانیانو، چې د بلخ ولایت له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې لپاره مزارشریف ښار ته سفر کړی څرګندوي؛ له نهه ورځو راپدیخوا یې په افغانستان کې له تاريخي آبداتو لیدنه کړې او له باميانو، هرات او کابل وروسته اوس بلخ ته راغلي دي.
ایتالوي ګرځندوي لوکا په ډاګه کړې؛ زه ډېر ښه احساس لرم. زه له دې افغاني جامو سره د آرامۍ احساس کوم. دا جامې په ګرم موسم کې ډېرې ښې دي. واقعاً دا جامې د افغانستان د اقلیم لپاره جوړې شوي دي. کله، چې زه بېرته ایتالیا ته لاړم دا جامې به هلته هم کاروم.
ایتالوي ګرځندویه راضیه وایي؛ زه ترکي الااصله ایتالوۍ یم. اوس افغانستان ته راغلې یم او د دې ښکلي هېواد له لیدو ډېره خوښه یم. دا هغه څه دي، چې ما د دې هېواد د ښکلا په اړه اوریدلي وه. زه دلته د دې ځای پر لیدو حیرانه یم.
دغه بهرني سیلانیان وايي، چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم فکر کیږي؛ خو تېره اوونۍ مو د خپل سفر په بهیر کې د افغان ټولنې مثبت واقعیتونه ولیدل.
ایتالوي ګرځندوی رابرتو څرګنده کړې؛ زه واقعیاً ډېر خوشحاله یم، چې دلته راغلی یم او پهدې ښکلي هېواد کې یوو. دا هېواد، چې لرغونی تاریخ او ډېر زوړ فرهنګ لري؛ زه یې رښتیا هم په لیدو خوشحاله یم.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي. او وایي؛ په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرخندوی آمر عبدالړاحد احدي وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ٢٠٠ بهرنيو سيلانيانو بلخ ته سفر کړى دى.
بلخ د هېواد په شمال کې د څه باندې سل لرغونو او تاريخي آثارو او سيمو لرونکی ولایت دي، چې هر کال ګڼشمېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.
حضرت علي کرم الله وجه ته منصوبه مقبره، د مولانا جلال الدین د پلار خواجه پارسا ولي خانقاه او د رابعې بلخي مقره د بلخ ولایت له لرغونو او مهمو ځایونو څخه دي.
دغو ګرځندویانو ويلي؛ په افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی، چې د یو شمېر بهرنیو رسنیو له لارې یې په اړه څرګندونې کيږي.