تازه خبرونه

اټومي تړون ته د رسېدا لپاره جوړجاړي ته چمتووالی لرو- ایران

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت‌روانچی له بی‌بی‌سی سره په تهران کې د مرکې پر مهال ویلي، چې «توپ د امریکا په ډګر کې دی» او که امریکا رښتینې وي؛ نو د تړون لار به اواره شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي: که واشنګټن د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو ته چمتو وي؛ نو ایران هم چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي تړون ته د رسېدا لپاره جوړجاړی وښيي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت‌روانچی له بی‌بی‌سی سره په تهران کې د مرکې پر مهال ویلي، چې «توپ د امریکا په ډګر کې دی» او که امریکا رښتینې وي؛ نو د تړون لار به اواره شي.

دې ایراني چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی؛ دا ایران دی، چې د خبرو بهیر یې ورو کړی دی.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: ډونالډ ټرمپ غوره ګڼي، چې یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو دا کار له ایران سره «ډېر ستونزمن» دی.

تخت‌روانچي تائید کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د عمان پر منځګړیتوب روانې دي او ټاکل شوې، چې بل پړاو یې د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

هغه دغه خبرې «په ټولیز ډول مثبتې؛ خو د وروستۍ پرېکړې لپاره وختي» یادې کړې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د ایران وړاندیزدادی، چې د ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیمو کمول، د تهران د جوړجاړي چمتووالی ښيي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د «صفر بډاینې» موضوع د ایران له نظره له اجنډا وتلې او سره کرښه ګڼل کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې هېواد د توغندويي پروګرام په اړه هر ډول خبرې رد کړي او څرګندوي؛ د ایران دفاعي وړتیا د خبرو موضوع نده.

هغه دا خبرداری هم ورکړی، چې پر ایران هر ډول پوځي اقدام کولی شي سیمه له پراخ بحران سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او امریکا دواړه د ډیپلوماټیک حللارې ملاتړ کوي؛ خو متقابل ګواښونه او بې‌باوري اوس هم د خبرو پر بهیر دروند سیوری غوړولی دی.

Trending

Exit mobile version