تازه خبرونه
اټومي تړون ته د رسېدا لپاره جوړجاړي ته چمتووالی لرو- ایران
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تختروانچی له بیبیسی سره په تهران کې د مرکې پر مهال ویلي، چې «توپ د امریکا په ډګر کې دی» او که امریکا رښتینې وي؛ نو د تړون لار به اواره شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي: که واشنګټن د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو ته چمتو وي؛ نو ایران هم چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي تړون ته د رسېدا لپاره جوړجاړی وښيي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تختروانچی له بیبیسی سره په تهران کې د مرکې پر مهال ویلي، چې «توپ د امریکا په ډګر کې دی» او که امریکا رښتینې وي؛ نو د تړون لار به اواره شي.
دې ایراني چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی؛ دا ایران دی، چې د خبرو بهیر یې ورو کړی دی.
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: ډونالډ ټرمپ غوره ګڼي، چې یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو دا کار له ایران سره «ډېر ستونزمن» دی.
تختروانچي تائید کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د عمان پر منځګړیتوب روانې دي او ټاکل شوې، چې بل پړاو یې د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
هغه دغه خبرې «په ټولیز ډول مثبتې؛ خو د وروستۍ پرېکړې لپاره وختي» یادې کړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د ایران وړاندیزدادی، چې د ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیمو کمول، د تهران د جوړجاړي چمتووالی ښيي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د «صفر بډاینې» موضوع د ایران له نظره له اجنډا وتلې او سره کرښه ګڼل کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې هېواد د توغندويي پروګرام په اړه هر ډول خبرې رد کړي او څرګندوي؛ د ایران دفاعي وړتیا د خبرو موضوع نده.
هغه دا خبرداری هم ورکړی، چې پر ایران هر ډول پوځي اقدام کولی شي سیمه له پراخ بحران سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او امریکا دواړه د ډیپلوماټیک حللارې ملاتړ کوي؛ خو متقابل ګواښونه او بېباوري اوس هم د خبرو پر بهیر دروند سیوری غوړولی دی.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بېاغېزې» وباله
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بېاغېزې» وباله.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.
هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نهدی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه ارزول شوې نهدي.
د ذبیحالله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړهکوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.
هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازهکېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.
د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.
دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازهوالی اعلان کړ.
د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایتالله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.
په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایتالله بدري لپاره «ګلآغا اسحاقزی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازهوالی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.
ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان له سرحدي ګواښونو اندېښنې؛ په آستانه کې سیمهییزې امنیتي خبرې
دا خبرې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د عمومي منشي ایمانګالي تسماګامبتوف او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ترمنځ ترسره شوې دي.
سیمهییز امنیتي چارواکي د قزاقستان په مرکز آستانه کې د غونډې پر مهال د افغانستان د وضعیت او شمالي پولو د امنیت له کبله پر رامنځته شويو احتمالي ګواښونو راوڅرخېدل.
دا خبرې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د عمومي منشي ایمانګالي تسماګامبتوف او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ترمنځ ترسره شوې دي.
د غوندې پر مهال د افغانستان د شمالي پولو امنیتي اندېښنې؛ په ځانګړي توګه له تاجکستان سره د پولې په اوږدو کې تر بحث لاندې ونیول شوې. دغه راز چارواکو د سرحدي امنیت لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې هم پرمختګ وارزاوه.
ویل شوي، چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پر کچه نورې غونډې هم ترسره شي، چې نورې همغږې کړنې هم ترسره شي.
له هغې وروسته، چې په ۲۰۲۱ ز.کال کې اسلامي امارت بیا واکمن شو؛ د منځنۍ آسیا هېوادونو د سرحدي ناامنۍ د خپرېدا د احتمال په اړه پرلهپسې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي او هیچا ته به د زمینې برابرولو اجازه هم ورنهکړ شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان وضعیت په راتلونکو کلونو کې د سیمې د پولو ثبات ته ګواښونه رامنځته کولی شي.
د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې د احتمالي ګواښونو د خپرېدا مخه ونیسي او د اضافي اقداماتو پر ترسره کولو د خپلو پولو امنیت خوندي کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان شخړو ډېری ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي – ملګري ملتونه
د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه نوي راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له وروستیو راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله لږ تر لږه ۹۰زره کسان زیانمن شوي، چې له ۵۲ سلنې څخه زیاتې یې ښځې او نجونې دي.
د راپور له مخې؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر توپچي، هوايي او ډرون بریدونو له ۴۷زره څخه زیاتې ښځې او نجونې او شاوخوا ۴۲زره نرینه او هلکان زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې نښتو د افغانستان ۱۰ ولایتونه د کابل، کندهار، خوست، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا په ګډون زیانمن کړي دي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ په دې پېښو کې شاوخوا ۱۱زره ۳۶۸ کورنۍ زیانمنې شوي، چې ۹۳۵ یې د ښځو لهخوا رهبري کیږي او په بحراني حالاتو کې د ښځو لوی زیانمنونکي حالت پر ګوته کوي.
راپور ښیي، چې په ځینو جنوب ختیځو سیمو کې ښځینه مرستندویه کارکوونکې د ارزونې په لړ کې نهوې یا یې ګډون له روغتیایي او تعلیمي سکټورونو سره تړلی و.
همدارنګه د سرچینو نشتوالی، لوژسټیکي محدودیتونه او د مناسب ټرانسپورټ نشتوالی په زیانمنو سیمو کې د دوی د شتون محدودولو لوی عوامل بلل شوي دي.
دې بنسټ ټینګار کړی؛ د ښځو لاسرسی اړینو خدماتو او د مرستې په بهیر کې د ګډون لپاره باید پیاوړی شي، چې د زیانمنو خلکو اړتیاوې غوره ترسره شي.
-
نړۍ2 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
تازه خبرونه2 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
روغتيا2 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
نړۍ1 day agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
-
نړۍ6 hours agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
