لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې حشمتالله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.
د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.
هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوهیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
لوبی
د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.
د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.
د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینهوال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.
د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.
دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوهیمې پرلهپسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.
په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.
د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.
تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوهیم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
