سیمه ییز خبرونه

ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

Published

on

امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نه‌دی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیله‌بښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.

ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.

دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونه‌رسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».

ترمپ دا درې‌ساعته خبرې‌« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نه‌دي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.

هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.

ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.

سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه  هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.

Trending

Exit mobile version