تازه خبرونه

ایران او هند د افغانستان په اړه د اړیکو سیمه ییزې ډلې پر جوړولو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د هند بهرنیو چارو وزارت له سیمهییز مشر سره وکتل او دواړو لوریو د افغانستان په اړه د اړیکو سیمهییزې ډلې پر جوړولو خبرې وکړې.

حسن کاظمي قُمي د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له جي پي سینګهـ سره په کتنه کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ، ثبات او رغونې لپاره د اړیکو سیمه‌ییزې ډلې پر جوړولو خبرې شوې دي.

دوی دغه راز له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د رول په اړه هم خپل اندونه وړاندې کړل.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر وینی کواترا تهران ته په خپل سفر کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر او د هغه له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو سره د چابهار بندر په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت مرستیال ویني کواترا د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو، د چابهار بندر د پروژو په ګډون د سیمې پر نښلېدا او سیمه‌ییزو ستونزو خبرې اترې وکړې.

چابهار بندر په ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت کې جوړ شوی، چې له لارې یې افغانستان په کم وخت او لږ لګښت له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي.

Trending

Exit mobile version