سیمه ییز خبرونه

ایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي

سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.

Published

on

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې پر پېنځه ایراني تېل‌لېږدوونکو د برید په غبرګون کې یې د اردن امریکايي پوځي اډه او هرمز تنګي ته نږدې ۱۰ بېړۍ پر نښه کړې دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې د اردن «الازرق» سیمې ته نږدې یې پر یوې اډې بالسټیک توغندي توغولي دي.

ایران ادعا کړې، چې برید درانده زیانونه اړولي؛ خو اردن وايي، چې له ۲۰ توغول شویو توغندیو څخه یې ۱۸ شنډ کړي او دوه نور په نااستوګنو سیمو کې لګېدلي دي.

اردني چارواکو ویلي، چې په برید کې د مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

یوه‌ امریکايي چارواکي ویلي، چې په اردن کې د ایران برید اغېزناک نه و او ټول امریکايي سرتېري خوندي دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي په « بنده او ناامنه» سیمه کې یې ۱۰ بېړۍ، چې دوه امریکايي بېړۍ او اته تېل‌لېږدوونکې په کې دي؛ پر نښه کړي.

دا بریدونه له هغې یوه ورځ وروسته شوي، چې د امریکا پوځ د پېنځه ایرانيو تېل‌لېږدوونکو پر نښه کول او ویجاړول اعلان کړل.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د دغو بریدونو ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام د سپاه پاسداران له لوري پر یوې امریکايي جنګي بېړۍ د بالسټیک توغندیو د برید په غبرګون کې شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي؛ که ایران هڅه وکړي پر امریکايي جنګي بېړیو برید وکړي، واشنګټن به نورې ایرانۍ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم پر نښه کړي.

دغه راز له یوې میاشتې نسبي آرامۍ وروسته د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه یو ځل بیا پراخ شوي او په سیمه کې پوځي بنسټیزې ودانۍ، بېړۍ او د انرژۍ مرکزونه پر نښه شوي دي. دې وضعیت د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د چارشنبې په لومړنۍ راکړه ورکړه کې د نفتو بیه هم لوړه شوې او د برنټ تېلو بیه نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

بل لوري ته د یمن حوثیانو هم د سې‌شنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر څو ښارونو پراخ بریدونه کړي، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ۷۳ کسان په کې ټپیان شوي او د تېلو په تاسیساتو کې یې اور لګېدلی دی.

حوثیانو ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله یې د سعودي عربستان د خمیس مشیط هوايي اډه او د ابها، نجران او جازان په اړوند سیمو کې د دې هېواد د تېلو د دولتي شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

سعودي چارواکو په یادو سیمو کې د اورلګېدل تائید کړي او څرګندوي، چې ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version