سیمه ییز خبرونه
ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه وکړه
هغه زیاته کړې: د ایران اسلامی جمهوریت په خپلو ډیپلوماټیکو ودانیو او استازولیو د هرډول برید پر وړاندې کلک خبرداری ورکوی او څرګندوي، چې ډیپلوماټیکې او قونسلي ودانۍ د مصونیت لرونکې دي او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د دغه ډول حملو تکرار به ونه زغمل شي.
د اسرائیلو لخوا د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ۱۵ کسیز پلاوي ته په یوه لیک کې لیکلي؛ ایران د شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جوړېدو غوښتنه کړې، چې په لبنان او ټوله سیمه د اسرائیلو د هڅو په اړه دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا جوړه شي.
هغه زیاته کړې: د ایران اسلامی جمهوریت په خپلو ډیپلوماټیکو ودانیو او استازولیو د هرډول برید پر وړاندې کلک خبرداری ورکوی او څرګندوي، چې ډیپلوماټیکې او قونسلي ودانۍ د مصونیت لرونکې دي او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د دغه ډول حملو تکرار به ونه زغمل شي.
ايرواني ويلي: ايران به د نړيوالو قوانينو له مخې له خپلو حقوقو، ملي او امنيتي ګټو دفاع کوي او په دې اړه له کړنو وېره نلري.
د اسرائیلو پوځ د شنبې پر ورځ ویلي؛ د بیروت په جنوب کې یې د حزب الله پر مشر حسن نصرالله هغه مهال برید وکړ، چې له خپلو لوړپوړیو قومندانانو سره یې لیدلي وه.
دا برید له هغې وروسته وشو، چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته ویلي، چې اسرائیل به په خپلو پولو کې د حزب الله ځواکونه ونه مني.
د اسرائیلو د پوځ ویاند ډګروال ناداو شوشاني ویلي، دغه عملیات، چې پوځ یې « د نوی نظم» هغه بولي؛ د جمعې پر ورځ په داسې حال کې ترسره شول، چې نصرالله او د حزب الله جګپوړي قومندانانو د اسرائیلو پر ضد د نورو بریدونو د پلانولو لپاره راټول شوي وه.
هغه خبریالانو ته ویلي: مونږ رښتیني معلومات درلودل، یو ښه عملیاتي فرصت و، چې مونږ ته یې د دې برید اجازه راکړه.
د اسرائیلو پوځي راډیو د هوايي ځواک د قطعې د مشر له قوله، چې برید یې ترسره کړی ویلي، چې پیلوټانو د هدف په اړه معلومات له الوتنې لږ مخکې ترلاسه کړل.
دغه افسر، چې یوازې ډګروال ایم. نومیده ویلي، په هغو ورځو کې، چې برید پلانېده؛ پیلوټان نه پوهېدل، چې هدف څه دی.
مونږ له برید یوازې څو ساعته مخکې خبر کړل او هغوی وپوهیدل، چې دوی د څه لپاره ځي.
شوشاني د دې انګېرنې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، چې ښايي په بريد کې امريکايي دوند مارک ٨٤ بمونه کارول شوي وي؛ خو د هاټزريم د هوايي اډې قومندان بريد جنرال اميچای لوين خبريالانو ته وويل، چې په څو دقيقو کې لسګونه بمونه پر هدف ولګېدل.
شوشاني ویلي، د حزب الله د جنوبي جبهې مشر علي کرکي، چې اسرائیلو یې تېره اوونۍ د وژلو هڅه وکړه؛ هم په دې برید کې ووژل شو.
حزب الله، چې د تېر کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسرائیلو له برید یوه ورځ وروسته یې بمبتارډ پیل کړ؛ د نصرالله مړینه تائید کړې او څرګندوي، چې د غزې او فلسطین پر ملاتړ او د لبنان په دفاع کې به د اسرائیلو پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي.
له هغه وخت راپدېخوا دواړو خواوو هره ورځ د توغندیو او راکټونو تبادله کړې، چې د پولې دواړو غاړو ته یې په لسګونه زره خلک کډې ته اړ کړي او پراخه سیمې یې تشې کړې دي.