تازه خبرونه

ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وه، چې د ایران اټومي وسلو د تولید په اړه د امریکا اندېښنې یوه پېچلې مسله نده او د ډله‌ییزې وژنې له وسلو سره د تهران د مخالفت په پام کې نیولو سره حل کېدی شي.

Published

on

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي؛ له هغې یوه ورځ وروسته، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار کمپاین بېرته واخیست ایران امریکا ته د دواړو لویو دښمنانو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره یو بل فرصت ورکړي.

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وه، چې د ایران اټومي وسلو د تولید په اړه د امریکا اندېښنې یوه پېچلې مسله نده او د ډله‌ییزې وژنې له وسلو سره د تهران د مخالفت په پام کې نیولو سره حل کېدی شي.

دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي: “د ادارې موخه دا ده، چې له ټرمپ سره ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړي. که څه هم تهران د اسرائیلو د تخریب په اړه ژوره اندېښنه لري.”

هغه زیاته کړې؛ تهران له امریکا غواړي، چې “که واشنګټن له اسلامي جمهوریت سره د تړون په لټه کې وي؛ نو د اسرائیلو هڅې دې محدودې کړي.”

د چارشنبې پر ورځ ټرمپ پخپل یوه پوسټ کې ولیکل؛ د امریکا ولسمشر ویلي، چې هغه به له ایران سره د باور وړ اټومي سولې تړون ته ترجیح ورکړي.

ټرمپ د ایران پر ضد د اعظمي فشار په کمپاین کې د هېواد د تېلو صادرات صفر ته د راټیټولو هڅې شاملې دي، چې ادعا کیږي هدف یې د اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه د تهران مخنیوی دی. تهران تل ویلي، چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه سوله‌ییز دی او د اټومي وسلو جوړولو هیڅ اراده نلري.

نوموړي د ټرمپ هغو څرګندونو ته هم نغوته (اشاره) وکړه، چې امریکا به د جګړه ځپلې غزې کنټرول تر لاسه او فلسطینیان په بل ځای کې له میشت کولو وروسته منځنی ختیځ رامنځته کړي؛ وایي: “تهران د غزې د خلکو له هر ډول لیږد سره مخالفت کوي؛ خو د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې یوه جلا موضوع ده.”

هغه زیاته کړې: “ایران د فلسطینیانو د هر ډول بې ځایه کیدو مخالف دی او دا یې د مختلفو چینلونو له لارې اعلان کړی؛ خو دا مسله او د ایران د اټومي تړون دوه جلا مسلې دي او باید په جلا توګه تر پاملرنې لاندې وي.”

Trending

Exit mobile version