تازه خبرونه

ایران له افغانستان سره پر پوله ځانګړي پوځي تمرینات پیل کړل

ایراني چارواکو ویلي، چې له  افغانستان سره د ۳۰۰ کیلومټره پولې دېوال به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

Published

on

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د افغانستان سره پر پوله د دغو پوځي روزنیزو هڅو موخه د ایران له ختیځو پولو بهر د ترهګرو له شتوالي او د هغوی له خوځښتونو سره مقابله ده.

ایراني چارواکو ویلي، چې له  افغانستان سره د ۳۰۰ کیلومټره پولې دېوال به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

په راپور کې راغلي، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د ایران دغه پوځي روزنیزې هڅې د افغانستان د چارسمبالي حکومت په ګډون د ایران له ګاونډ هېوادونو سره پر نږدې همغږۍ او همکارۍ ترسره کېږي.

 د دغې رسنۍ لخوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې پوځي وسایل او الوتکې هم په کې شته دی.

دغه پوځي روزنیزې هڅې د رضوي خراسان په سیمه کې د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه ترسره شوې.

همداراز ایراني چارواکو ویلي، چې تر اوسه له افغانستان سره پر پوله ۶۵ کیلومټره دیوال جوړ شوی او ۳۰۰ کیلومټره به یې د روان کال تر پایه بشپړ شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې، چې د دغه هېواد د پوځ پر مرسته له پاکستان څخه افغانستان ته یې د مالونو د قاچاق مخه نیولې ده.

د پاکستان لومړي وزیرشهباز شریف زیاته ګړې؛ له دې مخکې په پراخه کچه پاکستاني توکي افغانستان ته قاچاق کېدل؛ خو اوس یې د پوځ پر مرسته مخه نیول شوې او صفر ته رسېدلي دي.

نوموړي د پاکستان د کابینې په غونډه کې ویلي؛ د دغه هېواد مرکزي حکومت توانېدلی، چې د پوځ پر مرسته افغانستان ته د مالونو د قاچاق کچه صفر ته راټیټه کړي.

هغه ادعا کړې، چې حکومت د پوځ پر مرسته د ډېرو داخلي او بهرنيو ننګونو د له منځه وړلو توان لري.

د يادونې ده، چې افغانستان له پاکستان او ایران سره د نورو هېوادونوپر پرتله تر ټولو اوږدې پولې لري، چې د سوداګريزو توکو يو له مهمو پولو څخه دى؛ خو د سرحدي تاوتريخوالي او سياسي لاملونو له کبله له پاکستان سره دغه لارې وخت ناوخته تړل کېږي.

Trending

Exit mobile version