تازه خبرونه

ایران  ۲۷۴ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ۲۷۴ وګړي، چې په ایران کې بندیان ول؛ خوشې او اسلامي امارت ته یې سپارلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل ويلي، چې په تېرو درې ورځو کې ايران اسلامي امارت ته د سپارل شويو افغان وګړیو شمېر ٧٣١ کسانو ته رسيدلى او تمه ده، چې د بندیانو د سپارلو بهير به روان وساتل شي.

دوه ورځې وړاندې ایران د هرات په پوله کې ۲۶۸ افغان بندیان، چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان ول؛ د اسلامي امارت چارواکو ته سپارلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی، چې شمس الدین پهلوان یې مشري کوله د کب پر پېنځمه نېټه په ایران کې د بندي افغانانو د وضعیت څېړلو لپاره هغه هېواد ته سفر کړی و.

ضیا احمد تکل همداراز څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې د ایران اسلامي جمهوریت له لوړ پوړیو چارواکو سره وکتل او هوکړه یې وکړه، چې په ایران کې یو شمېر افغان بندیان به اسلامي امارت ته وسپاري.

دغه راز د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه تړون له مخې په ايران کې بنديان شوي ٧٣١ افغان وګړي افغانستان ته سپارل شوي او دغه بهير روان دی.

Trending

Exit mobile version