نړۍ
ایلان ماسک امریکا نومی نوی ګوند اعلان کړ
له هغې یوه ورځ وروسته، چې نوموړي په ایکس پاڼه کې له خپلو پلویانو وپوښتل، چې آیا په متحده ایالاتو کې دې نوی سیاسي ګوند رامنځته شي؛ د شنبې پر ورځ په همدې پاڼه کې ولیکل؛ “نن، د امریکا ګوند د دې لپاره جوړ شو، چې تاسې ته ستاسې آزادي بېرته دروسپاري.”
د شنبې پر ورځ د فضایي او ځمکنیو تجهیزاتو میلیارډر ایلان ماسک د امریکا نومي نوي سیاسي ګوند د اعلان تر څنګ ویلي، چې د ټرمپ ” ښکلې او ستره” مالیاتي لایحه به امریکا دیوالي کړي.
له هغې یوه ورځ وروسته، چې نوموړي په ایکس پاڼه کې له خپلو پلویانو وپوښتل، چې آیا په متحده ایالاتو کې دې نوی سیاسي ګوند رامنځته شي؛ د شنبې پر ورځ په همدې پاڼه کې ولیکل؛ “نن، د امریکا ګوند د دې لپاره جوړ شو، چې تاسې ته ستاسې آزادي بېرته دروسپاري.”
نوموړي لیکلي:” ۱ د ۲ پر ضریب؛ که تاسې یو نوی سیاسي ګوند غواړئ، هغه به ولرئ!”
د ماسک لخوا دا اعلان له هغې وروسته څرګند شو، چې ټرمپ د جمعې پر ورځ ټرمپ د مالیې او لګښت کمولو خپله ” ښکلې او ستره” مالیاتي لایحه، چې ماسک یې پر کلکه مخالفت وکړ؛ پر قانون بدل کړ.
ماسک، چې د موټرو ټسلا شرکت او سپوږمکۍ سپیس ایکس شرکت د لرلو له کبله د ترټولو بډایه سړی شو، د ټرمپ د بیا ټاکنې لپاره یې سلګونه میلیون ډالر مصرف کړل او د ولسمشر د دوهیم پېر له پیل راپدېخوا د حکومت د موثریت وزارت مشري وکړه، چې موخه یې د حکومتي لګښتونو کمول ول.
دې دواړو کسانو له هغه وخت راپدېخوا د لایحې په اړه د نظر حیرانونکي اختلاف پیدا کړل.
ماسک له دې مخکې ویلي وه، چې هغه به یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړي او د هغو قانون جوړونکو د ګوښه کولو لپاره به پیسې ولګوي، چې له دې لایحې ملاتړ کوي.
ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې ګواښ وکړ، چې د میلیارډونو ډالرو سبسایډي به پرې کړي، چې د ماسک شرکتونه یې له فدرالي حکومت څخه ترلاسه کوي.
جمهوري غوښتونکو اندېښنه څرګنده کړې، چې له ټرمپ سره د ماسک د نظر پرلهپسې اختلاف کولی شي د ۲۰۲۶ کال د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې د دوی اکثریت زیانمن کړي.
په ایکس کې له ماسک وپوښتل شول؛ څه شي هغه اړ کړ، چې له ټرمپ سره یې مینه پر کرکې بدله شي. ماسک په دې اړه ویلي: “د بایډن په مشرۍ کې له ۲ تریلیون ډالرو څخه ۲.۵ تریلیون ډالرو ته د بودجې د کسر ډېرېدا به دا هېواد دیوالي کړي.”
هغه په یوه بل ټویټ کې د لرغوني یونان د ودې او برترۍ یادونه کړې، چې څنګه راپرېوت: “هغه لار چې مونږ یې د یو ګوندي سیسټم د ماتولو لپاره کاروو هغه دا ده، چې څنګه اپامینونډاس په لیوکټرا کې د سپارټان د نه ماتېدو افسانه ماته کړه: د جګړې په ډګر کې پر ځای او ځواک راڅرخېدل.”
د ماسک د اعلان په اړه تر دې دمه ټرمپ او سپینې ماڼۍ څه ندي ویلي.
نړۍ
د امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د آیډاهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د ډزو په پایله کې درې کسان د بریدګر پهګډون وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ټوین فالز ښار د پولیسو رییس میټیو هیکس ویلي، بریدګر د وژل شویو کسانو له ډلې دی او د خلکو پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بریدګر د هویت معلومولو او د ډزو د انګېزې د څېړلو په حال کې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
له پېښې وروسته پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې او نږدې یو پل په لنډمهاله توګه تړلي او د ډزو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
نړۍ
څار: له پاکستان څخه د منځنۍ آسیا او ایران لوري ته د سوداګرۍ بدلون
نړۍ
د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نهدي.
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوريغوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نهکړي.
د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.
شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوريغوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوريغوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه5 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
International Sports5 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoعمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
