سیمه ییز خبرونه
په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید د چارشنبې پر ماښام د هنګو په اړوند سیمه کې شوی دی.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوسته د وسلهوالو د برید له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان، چې اووه پولیس او اته وسلهوال دي؛ وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید د چارشنبې پر ماښام د هنګو په اړوند سیمه کې شوی دی.
د یادې ولسوالۍ د پولیسو مسوول طارق حبیب ویلي، په دې پېښه کې ۲۲ نور پولیس هم ټپیان دي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو لړۍ پیل کړې ده.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نهدی منلی.
دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د خیبرپښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر امنیتي پوسته ورته برید وشو.
په هغه برید کې وسلهوالو د چاودېدونکو توکو ډک موټر کارولی او پر امنیتي پوستې برید وکړ، چې له کبله یې ۱۵ کسان د پوځیانو، پولیسو او دولتي کارکوونکو په ګډون وژل شوي وه.
د پاکستان پوځ ویلي وه، چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ وسلهوال هم وژلي دي.
خیبرپښتونخوا په وروستیو میاشتو کې د وسلهوالو بریدونو د زیاتوالي شاهده ده.
پاکستاني چارواکو څو ځله دا بریدونه په افغانستان کې مېشتو ډلو پورې تړلي بللي، خو اسلامي امارت دغه تورونه رد کړي او د پاکستان په ناامنۍ کې یې هر ډول لاس لرل نهدي منلي.
سیمه ییز خبرونه
عربي هېوادونو له ایران سره غونډه لغوه کړه؛ حوثیانو بیا پر سعودي عربستان برید وکړ
حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.
د خلیج عربي هېوادونو هغه غونډه له ایران سره لغوه کړې، چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه ترسره شي او هممهاله د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان نوی برید کړی دی. دا نښتې د دې لامل شوي، چې د منځني ختیځ جګړه نورو سیمو ته وغځیږي او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شي.
حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د الوتکو تمځایونه، رادارونه، د هوايي ډګر د الوتنو پټلۍ او د مهماتو زېرمې یې پر نښه کړي دي.
حوثیانو ویلي، دا برید په وروستیو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان د سلګونو هوايي بریدونو په ځواب کې شوی دی.
سعودي چارواکو هم ویلي، چې په خمیس مشیط او درې نورو جنوبي ښارونو کې د لنډ مهال لپاره امنیتي خبرداري ورکړ شوی دی. دغه سیمې مخکې هم د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.
حوثیانو تېره اوونۍ په یمن کې خپل بریدونه او پرمختګونه چټک کړل او د جمعې پر ورځ یې د سره سمندرګي په خوله کې یو مهم ټاپو هم ونیولی و.
دغه راز پر همدې ورځ په یوه بل برید کې د سعودي عربستان هغه د تېلو نللیکه زیانمنه او له کاره لوېدلې، چې تېل د هېواد له ختیځ څخه لویدیځ ته لېږدوي. دغه نللیکه د تېلو د لېږد لپاره ډېره مهمه ده. سعودي عربستان ایران د خپلو سیمهییزو ملاتړو ډلو له لارې د دې برید مسوول بولي.
د تېلو بیې لوړې شوې
د دوشنبې پر ورځ د تېلو بازارونو له پرانیستل کېدو وروسته د اومو تېلو بیې له درې سلنې ډېرې لوړې شوې.
سوداګر وايي، که د سعودي عربستان د تېلو نللیکه په څو ورځو کې بېرته فعاله نهشي، ښايي د نړۍ د تېلو شاوخوا څلور سلنه عرضه له بازار څخه ووځي.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د نللیکې ځینې برخې د اورلګېدنې له کبله زیانمنې شوې دي.
سعودي عربستان تر دې دمه نهدي ویلي، چې د نللیکې رغول او بېرته فعالول به څومره وخت ونیسي.
ټاکل شوې وه، چې عمان د دوشنبې پر ورځ د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې موخه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا په اړه خبرې اترې وې؛ دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره د هڅو له کبله دغه غونډه ځنډول شوې ده. ایران ویلي، چې د غونډې د ځنډ غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی
د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.
د بېړیو د څارنې لومړني معلومات ښيي، چې د روانې اوونۍ په پای کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.
دغه راز یوه بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدا پر مهال د ناڅرګند توغندیز برید سره مخ شوې ده.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې تر اوسه د بېړۍ د عملې وضعیت، د اوښتو زیانونو کچه او د دې پېښې احتمالي پایلې نهدي معلومې.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو څخه دی.
د ایران د جګړې له پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې او د نړۍ د اومه تېلو او مایع ګاز د ورځنۍ عرضې شاوخوا ۲۰ سلنه له همدې لارې لېږدېږي.
سیمه ییز خبرونه
ایران او متحده عربي اماراتو په منځني ختیځ کې د زغم غوښتنه وکړه
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.
ایران او متحده عربي اماراتو په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو د ګډې خبرپاڼې له مخې، چې د شنبې پر ورځ خپره شوې؛ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پراخېدا د مخنیوي او زغم غوښتنه کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د نوي ډیلي غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې د ابوظبي له ولیعهد سره کتلي دي. دا د جګړې له پیل راپدېخوا د دواړو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بلل شوې ده.
د ابوظبي رسنیو دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي: دواړو مشرانو د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو، د کړکېچ د کمولو، ثبات، د سیمهییزې سولې او پراختیا لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي؛ خو د دغو خبرو د پایلو په اړه یې څه نهدي ویلي.
د بریکس سرمشریزه د غړیو هېوادونو لپاره د ډیپلوماتیک نفوذ یوه آزموینه بلل کیږي. دا ډله په ۲۰۰۹ز.کال کې د امریکا او د لویدیځو متحدانو تر واک لاندې د نړیوال نظم د ننګولو لپاره جوړه شوې وه.
بریکس په لومړي سر کې له برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا څخه جوړه وه؛ خو وروسته مصر، ایتوپیا، انډونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم ورسره یوځای شول.
د سرمشریزې تنظیموونکي او ډیپلوماټان هڅه کوي، چې د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافونه راکم کړي. په داسې حال کې، چې امریکا او ایران له شپږ میاشتني جنګ راپدېخوا یو د بل پر وړاندې بریدونه روان ساتلي دي.
ایران د جګړې پر مهال څو ځله پر متحده عربي اماراتو بریدونه کړي او وروستی ځل یې د اګست په وروستیو کې د «المِنهاد» هوايي اډه پر نښه کړه، چې امریکايي ځواکونه او چورلکې په کې میشتې وې.
د بریکس په ګډه خبرپاڼه کې راغلي:« مونږ په منځني ختیځ / لويدیځې آسیا کې د کړکېچ د دوام له کبله ژوره اندېښنه څرګندوو او د اعظمي زغم غوښتنه کوو. همداراز باید له هغو اقداماتو ډډه وشي، چې وضعیت خرابوي.»
په خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار شوی، د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې او د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو، د انرژۍ د لېږد بهیر او سمندري امنیت پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.
د بهرني سیاست کارپوهانو ویلي، چې د بریکس ډلې لپاره اصلي آزموینه دا وه، چې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه داسې ژبه ومومي، چې هم تهران او هم ابوظبي یې ومني او په دې توګه د ګډې خبرپاڼې د خپرېدا زمینه برابره شي.
دوی ویلي، چې دا ډول ګډه خبرپاڼه ښايي پر اوسني جیوپولیټیک وضعیت ډېر اغېز ونهکړي؛ خو د راټوکېدونکو هېوادونو د دې ډلې یووالی به څرګند کړي.
په هند کې د ایران سفارت د ایران د ولسمشر او د ابوظبي د ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان د لیدنې انځور خپور کړی دی. نوموړی د متحده عربي اماراتو د ولسمشر مشر زوی او د راتلونکي مشر په توګه د هغه ځایناستی دی؛ خو سفارت د دواړو مشرانو د خبرو د موضوعاتو په اړه څه نهدي ویلي.
په هند کې د متحده عربي اماراتو پخواني سفیر سنجي سودیر رویټرز ته ویلي:« د جګړې د پای ته رسولو کیلي د امریکا او اسرائیلو په لاس کې ده.»
نوموړي زیاته کړې، چې هند د ستونزمنو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړې؛ ځکه یې ښودلې، چې د سیمې هېوادونه کولی شي پر یوه مېز سره کښېني، ډیپلوماټیکې خبرې وکړي او پر ګډو ګټو تمرکز ولري.
د سرمشریزې کوربه او د هند لومړي وزیر نرینډرا موډي د غونډې په پرانیسته کې ویلي، چې بریکس اوس پخپل پړاو کې بشپړ شوی او د دې ډلې د یووالي او ګډې هوکړې وخت رارسېدلی، چې پر نړیواله کچه پر عملي پایلو بدل شي.
بریکس هڅه کوي، چې پر نړیوالو اصولو د اغېز له لارې خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او د سوداګرۍ نړیوال بنسټ په څېر د بنسټونو د اصلاح غوښتنه کوي؛ هغه بنسټونه، چې د دې ډلې ځینې غړي یې د لویدیځو هېوادونو تر اغېز لاندې بولي.
د سرمشریزې ګډونوالو مشرانو په ډله کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم ګډون لري.
د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، چې د بریکس هېوادونه باید د تاریخ پر سم لوري ټینګ ودرېږي او نړیوال نظم د ډېر عدالت او برابرۍ پر لوري بوځي.
شي جینپینګ ویلي، چین چمتو دی، چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل« مناسب رول» ولوبوي.
نوموړي د چین دولتي ټلویزیون« سيسيټيوي» ته ویلي:« اړوند لوري باید سیاسي حل ته ژمن پاتې شي او د دایمي او هر اړخیز اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.»
نوی ډیلی له امریکا، روسیې، اسرائیلو، ایران او د خلیج له عربي هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله موډي هڅه کوي، چې د بریکس غړي د سوداګرۍ همکارۍ پراخې، خنډونه کم او سوداګریز فرصتونه زیات کړي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoله پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار5 days agoڅار: افغانستان سره د مرستو پر دوام د ملګرو ملتونو ټینګار
-
څار3 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه2 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
